د اسراییل د لومړي وزیر دفتر تایید کړه، چې بنیامین نتنیاهو به د یکشنبې په ماښام واشنګټن ته ولاړ شي او د دوشنبې په ورځ به له ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
ټاکل شوې چې دواړه لوري به د ایران د ګواښونو په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر او د اسراییل لومړی وزیر به په دې کتنه کې د سوداګریزو تعرفو، د یرغمل شویو کسانو د راخلاصېدو د هڅو، د اسراییل او ترکېې د اړیکو او همداراز په نړۍواله جزایي محکمه کې د قانوني څار په اړه هم خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ارجنټاین له یوه ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، په راتلونکو اوونیو کې تهران ته ځې.
د هغه د سفر موخه د ایران او امریکې ترمنځ د مقابلې د احتمال کمول دي.
هغه خبرداری ورکړ: "دا مقابله په واقعي توګه ویجاړونکې کېدای شي."
اخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تهران «په هېڅ شرایطو» کې د اټومي وسلو ترلاسه کولو په لټه کې نه دی.
هغه زیاته کړې: «ډېپلوماټیک تعامل پخوا هم خپله اغیز ثابت کړی او لا هم ګټور ثابتېدلی شي، خو باید ټولو ته روښانه وي چې اصولاً د پوځي انتخاب په نوم څه نه شته، پاتې شوه د پوځي حل لارې خبره.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې له اېن بي سي نیوز شبکې سره په یوې مرکه کې خبرداری ورکړ، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه موافقه ونه کړي نو بمبار به شي.
د امریکا ولسمشر وویل، دا بمباري به داسې وي چې دوی به مخکې هېڅکله لیدلې نه وي.
ټرمپ مخکې د ایران اسلامي جمهوریت رهبر ته یو لیک لیکلی و.
تهران وايي، چې د عمان له لارې یې د ټرمپ لیک ته ځواب ورکړی دی.
د اکسیوس خبري سایټ د یوه امریکایي چارواکي او دوو باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې خامنه ای ته د ټرمپ لیک سخت و او د نوي اټومي تړون لپاره یې دوه میاشتې ضرب الاجل هم شامل و.