د اوکراین په کریمیا کې د روسیې په بریدونو کې د نهو ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي

AP ۱۴۰۴ وری ۱۶

د اوکراین په کریمیا ښار کې د روانې میاشتې په څلورمه د روسیې د توغندیز برید له امله د نهو ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په خبره، په دې برید کې بیا څلور اوویا نور ټپیان شوي هم دي.

د راپورونو له مخې، روسي ځواکونو پرون ماښام د نیپروپیتروفسک اوبلاست ښار باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ګډ برید وکړ، چې د استوګنې په ځایونو کې یې ودانۍ وسوځولې.

د کریمیا ریح د پوځي ادارې مشر اولیکساندر ویلکول د اپرېل په ۵ مه وویل، «په دغه تروریستي بریدونو کې اته شپیته کسان ټپیان شوي چې په هغو کې له یوه درې میاشتني ماشوم څخه نیولې تر بوډاګانو پورې شامل دي.»

د ویلکول په وینا، د برید له امله ۴۰ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دوو ماشومانو چې عمرونه یې پنځه او اته کاله دي، روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ ده.

په راپورونو کې دغه راز راغلي، چې برید د ۳۴ اپارتمانونو ودانۍ او د شپږو ښوونیزو تاسیسات او همدارنګه ګڼ شمېر هټۍ، کاروبارونه، موټرونه او کورونه زیانمن کړي دي.

نور خبرونه

رادیو