رويټرز خبري اژانس د هند د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې هند او متحده عربي امارتو د شنبې په ورځ په سریلانکا کې د انرژۍ د مرکز جوړولو موافقه کړې.
د هند سمندر په دغه ټاپو کې د چین او نوي ډيلي سيالي مخ په زياتېدو ده.
د هند لومړي وزير سریلانکا ته د خپل سفر پر مهال د دریو هېوادونو سره د انرژۍ د مرکز جوړلو دغه تړون لاسلیک کړ.
رويټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ ویلي، چې د سريلانکا د ولسمشر انورا کمارا ډيسنایاکې تر ټاکل کېدو وروسته، د هند د لومړی وزير نریندا موي لومړی مشر دی، چې دغه هېواد ته سفر کوي.
نوي ډيلي د خپل سويلي ګاونډ کولمبو سره د اړیکو د پراختيا لپاره کار کړی دی او هند په ۲۰۲۲ کال کې د سریلانکا د سخت مالي بحران پر مهال له دغه هېواد سره ۴ ميليارد ډالره مالي مرسته کړې وه.
د هند، متحده عربي اماراتو او سریلانکا ترمنځ د دغه نوي تړون لاسلیک د چین او نوي ډيلي سيالي زیاته کړې، ځکه چې د چين د دولتي انرژۍ شرکت سینوپيک د سريلانکا په سویلي بندري ښار هامبنټوټا کې د ۳.۲ میليارد ډالرو په ارزښت د تیلو د تصفيې مرکز جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مسري په کولمبو کې خبریالانو ته وویل: « د ټرينکومالي په ستراتيژیک ښار کې د انرژۍ مرکز، چې د سریلانکا په ختيځ کې یو طبيعي بندر دی د څو محصوله پايب لاین جوړولو ته اړتيا لري او ممکن د دویم نړيوال جنګ ټانک فارم هم په کې وکارول شي.»
مسري زياته کړه: «متحده عربي امارات د انرژۍ په برخه کې د هند لپاره یو ستراتیژیک ملګری دی او له دې امله چې دا پروژه په لومړي ځل په سيمه کې تر سره کيږي یو مثالي ملګری دی. د متحده عربي اماراتو د رول په اړه به نور جزيات هغه وخت څرګند شي، کله چې د کاروبار په اړه خبرې پيل شي.»
هغه وويل، درې واړه هېوادونه به بيا هغه سوداګريزې ادارې غوره کړي چې د دې مرکز لپاره د پروژو د مالي ملاتړ او امکاناتو په اړه غور کوي.
مودي د هند د ملي حرارتي برېښنا شرکت او سریلانکا د برېښنا بورډ په ګډه پانګونه د ۱۰۰ میليونه ډالرو په ارزښت د لمريزې برېښنا پروژه هم پرانيسته.
هند او سریلانکا د دې ترڅنګ د بریښنا شبکې د نښلولو ، ډیجیټل کولو، امنیت او روغتیا په اړه هم تړونونه لاسلیک کړل.