د چین په ملکیت کې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم د ټیک ټاک مالک د شنبې په ورځ وویل، چې د متحده ایالاتو سره خبرې اترې دوام لري، خو د واشنګټن سره هر ډول تړون به د چینایي قانون سره سم وي.
د ټيک ټاک مالک بایټ ډینس په یوه بیان کې وویل، چې ددغه ټولنیز پلیټ فارم اړوند مهم مسایل شتون لري چې باید حل شي.
د نوموړي په وینا: «شرکت د متحده ایالاتو له حکومت سره د ټیک ټاک يو اېس لپاره د احتمالي حل په اړه بحث کوي. تر اوسه تړون نه دی عملي شوی. کلیدي مسلې باید حل شي. هر ډول تړون به د چینایي قانون له مخې تصویب شي.»
دا خبرې وروسته له هغې راپورته شوې، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه د ټیک ټاک جبري پلور لپاره نېټه ۷۵ ورځې وغځوله، چې د مشهورو ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ته اجازه ورکوي، چې په متحده ایالاتو کې فعالیت ته دوام ورکړي.
دا د جنوري راهیسې دویم ځل دی چې د دغه پلېټ فارم شرکت ته نېټې د غځولو تمدید صادر شوی.
د ټیک ټاک راتلونکی ناڅرګنده پاتې دی، ځکه چې د پخواني ولسمشر جو بایډن له خوا لاسلیک شوی قانون د بایټ ډینس اړ کوي، ترڅو پلیټ فارم وپلوري یا له بندیز سره مخ شي.
دغه قانون د متحده ایالاتو سترې محکمې له خوا د ټیک ټاک قانوني ننګونې سره سره تایید شوی.
دا پلیټ فارم، چې ۱۷۰ میلیون امریکایي کاروونکي لري، د جنوري په میاشت کې د ټرمپ د ولسمشرۍ له لوړې دمخه د لنډ وخت لپاره بند شو، خو وروسته د بندیز بیا کتنې د لېوالتیا په صورت کې دوباره پرانیستل شو.
د رسنیو د راپورونو له مخې ، د امازون په ګډون ډېری د متحده ایالاتو شرکتونو د ټیک ټاک ترلاسه کولو لپاره داوطلبي کړې.