بارک اوباما: د فډرالي حکومت د کړنو په وړاندې ودرېږئ او له علمي ازادۍ ساتنه وکړئ

AP ۱۴۰۴ وری ۱۶

د نیویارک ټایمز د خبر له مخې، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په هامیلټن پوهنتون کې په خپله وینا کې له امریکایي پوهنتونونو غوښتي، چې د فډرالي حکومت د هغو کړنو پر وړاندې ودریږي، چې د دوی علمي ازادي تر پښو لاندې کوي.

اوباما زیاته کړې: «که تاسو یو پوهنتون یاست، نو تاسو باید معلومه کړئ، ایا موږ واقعاً کارونه سم ترسره کوو؟ ایا موږ واقعاً له خپلو ارزښتونو، قوانینو، یا په کوم بل ډول قانون مات کړی دی؟ که نه، نو تاسو یوازې ویره لرئ، تاسو باید د دې وړتیا ولرئ چې ووایاست، ځکه له همدې امله موږ دا لوی امتیاز ترلاسه کړی دی.»

ښاغلي اوباما دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دغه هېواد پوهنتونو په لګښتونو کې د لوی کمښت ګواښ وکړ او د مارچ په میاشت کې یې د کولمبیا پوهنتون سره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې قرارداد لغوه کړ.

ولسمشر ټرمپ وروسته له هغې چې د پنسلوانیا پوهنتون سره یې د مرستې ۱۷۵ میلیون ډالره وځنډول وویل، چې هارورډ او د هغې له اړوندو شرکتونو سره د شاوخوا ۹ میلیارد ډالرو په جوړجاړي بیا کتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوهنتونونو پر وړاندې دغه اقدام د حکومت دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوی دی.

داسې برېښي چې ډیرې امریکایي پوهنتونونه په زیان کې دي او نه پوهېږي چې څه وکړي، خو د پرنسټن او براون پوهنتونو په ګډون د ډیرو نورو پوهنتونو مشرانو ویلي، چې که پر دوی د میلیونونو ډالرو فدرالي مرستې کمې شي نو دوی به یې پر وړاندې مبارزه وکړي او دا به د علمي ازادۍ لپاره مبارزه وي.

د پرنسټن پوهنتون رییس کریسټوفر ایل ایسګروبر وویل، «د کولمبیا پوهنتون په نښه کول د ۱۹۵۰ لسیزې د ویرې له دورې راورسته د امریکایي پوهنتونونو لپاره تر ټولو لوی کواښ دی.»

د یادولو وړ ده چې د ګواښونو په مقابل کې په وقف باندې تکیه او پر اصولو د ودرېدو لپاره د بارک اوباما مشوره څو ورځې وړاندې د هغه د خزانې پخواني وزیر لارنس سمرز هم نویارک ټایمز ته په یوه مقاله کې تایید کړې وه.

نور خبرونه

رادیو