اېلان ماسک: د امریکا او اروپا ترمنځ دې ګمرکي تعرفې صفر شي

AP ۱۴۰۴ وری ۱۶

امریکايي مېلیاردر اېلان ماسک چې ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د شنبې په ورځ هیله وښوده چې په راتلونکي کې به د امریکا او اروپا تر منځ د سوداګرۍ بشپړه ازادي رامنځته شي.

ماسک دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې وکړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د تعرفو اعلان وکړ.

ماسک چې د امریکا ولسمشر ته نږدې کس بلل کېږي، هڅه کوي چې بې‌ځایه دولتي لګښتونه له منځه یوسي.

هغه وویل: «هیله لرم چې بالاخره دواړه خواوې (اروپا او متحده ایالات) په دې موافقه وکړي چې د دوی ترمنخ تعرفه صفر حالت ته لاړه شي، چې دا به په عملي ډول د اروپا او شمالي امریکا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ یوه حوزه جوړه کړي.»

د ټرمپ له خوا د چهارشنبې په ورځ د اعلان شوي پلانونو له مخې، ایټالیا چې امریکا ته ډېر صادرات لري، له نورو اروپایي اتحادیې هېوادونو سره یو ځای ۲۰ سلنه تعرفه ورکوي.

ماسک چې تل یې د اروپا د ښي اړخو ګوندونو ملاتړ کړی، زیاته کړې چې هیله لري د اروپا او امریکا ترمنځ د تګ راتګ ازادي هم زیاته شي.

ماسک وویل: «زما په اند که خلک غواړي په اروپا یا شمالي امریکا کې کار وکړي، نو باید اجازه ورکړل شي چې دا کار وکړي او دا یقیناً هغه مشوره ده چې ما ولسمشر ته ورکړې ده.»

ماسک له پخوا د ایټالیا له ښي اړخې لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني او د هغې له ګوند «ورونه د ایټالیا» سره نږدې پاتې شوی دی او د دغه لیګ ملاتړ یې هم کړی دی.

"ورونه د ایټالیا" د ایټالیا ملي او ښي اړځ ګوند دی، چې د ملیت، کلتور او د ایټالیا د هویت د ساتلو لپاره کار کوي.

د ایټالیا د اقتصاد وزیر جیانکارلو جیورجېتي، چې د لیګ غړی دی د شنبې په ورځ وویل، چې حکومت غواړي له امریکا سره کړکېچ راکم کړي او له غچ اخیستونکو تعرفو څخه باید ډډه وشي.

ماسک تېره میاشت له سالوېني ځکه مننه وکړه، چې هغه ویلي و چې ایټالیا باید د سپوږمکۍ د مخابراتو سیستم لپاره د ماسک "سټارلینک" شرکت غوره کړي.

اېلان ماسک چې د نړۍ یو لوی مېلیاردر او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د متحده‌ایالاتو د نوې فډرالي ادارې په رامنځته‌کېدو سره د دوج ادارې مشر وټاکل شو، خو سرچینې وايي چې د ټرمپ په دولت کې ګڼ شمېر کسان له ماسک څخه ناخوښه دي.

نور خبرونه

رادیو