په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستو او کار اداره وایي، چې په غزه کې د جګړې له امله هره ورځ لږ تر لږه د ۱۰۰ ماشومانو د وژل کېدو یا ټپي کېدو راپورونه ترلاسه کوي.
دغه اداره وايي، جګړې په غزه کې د ځوانانو او ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.
همدا راز د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) وایي، چې په غزه کې د برېدونو بیا پیل (مارچ ۱۸ مې) وروسته هر ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان وژل کېږي او یا هم ټپیان کېږي.
یونیسف وایي، د جګړې بیا پیلولو ماشومان لوټ کړي او غزه یې د ماشومانو لپاره په «سره ځمکه» بدله کړې، چې دا پر ګډ انسانیت یو تور داغ دی.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په ښکېلو لوریو غږ کړی، چې بیا دې اوربند پیل کړي او زیاته کړې یې ده، چې هېڅ پلمه په نړۍ کې د ماشومانو وژل نه توجیه کوي.
د راپورونو له مخې په غزه کې د جګړې له پیل راهيسې په ۱۸ میاشتو کې ۱۵۰۰۰ ماشومان وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده، د مارچ له ۱۸مې نیټې راهیسې، چې له دوه اونیو زیاته موده کېږي، اسراییلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې د هوا، ځمکې او سمندر له لارې بمبارۍ زیاتې کړي او ځمکني عملیات یې پراخ کړي، چې په پایله کې یې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي، او ملکي زیربناوې ویجاړوې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) مرستیال ویاند جینس لیرک وویل، هغه څه چې موږ یې په غزه کې شاهدان یو «د انساني ژوند او کرامت نه په پام کې نیول او د جګړې پرمهال د ظالمانه جرمونو نښه ده.»