د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ارجنټاین له یوه ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، په راتلونکو اوونیو کې تهران ته ځې.
د هغه د سفر موخه د ایران او امریکې ترمنځ د مقابلې د احتمال کمول دي.
هغه خبرداری ورکړ: "دا مقابله په واقعي توګه ویجاړونکې کېدای شي."
تر دې مخکې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر ویلي و، تمه لري چې د اپرېل میاشتې تر پایه د ایران د اټومي موافقې په اړه د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
گروسي د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل: "موږ د سفر د نېټې په ټاکلو بوخت یو، چې ممکن د اپرېل په پای کې ترسره شي."
تهران ته د ګروسي سفر په داسې حال کې پلان شوی، چې پر ایران د امریکا د پوځي برید احتمال او د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې مطرح دي.
ایران ته د ګروسي د سفر په درشل کې د ملي مجلس د امنیت کمېسیون په یوه بیانیه کې وویل: «موږ ګروسي ته مشوره ورکوو چې دا اداره د نړۍ د ځینو زورواکو د استفادې له وسیلې څخه لرې کړي. د ایران ټول اټومي فعالیتونه د ادارې تر څارنې لاندې دي او په بشپړ ډول سوله ییز دي.»