د پاکستان د پارلمان غړی او د بلوچستان د ملي ګوند مشر اختر مېنګل وايي، د بلوچستان له صوبايي حکومت سره یې د بلوڅانو د یوالي غورځنګ د ښځینه غړو او ماهرنګ بلوچ د راخوشي کېدو لپاره حکومت ته ورکړی ضرب الاجل پای ته رسیدلی او دوه ورځې وروسته یوځل بیا له مستونګ تر کوټې لاریون پیلوي.
سردار اختر مېنګل تېره ورځ د ه ویډیي پیغام په خپرولو سره ویلي، د بلوچستان صوبايي حکومت ته د بلوڅانو د یوالي غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ او نورو بلوڅو مېرمنو د راخوشي کېدو په تړاو ورکړل شوی ضرب الاجل پای ته رسیدلی او دوه ورځې وروسته به یوځل بیا لاریونونه پیل کړي.
نوموړی وايي، حکومت د بلوڅ مېرمنو د خوشي کېدو مسلې ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.
ښاغلی مېنګل وايي، یوځل بیا د اپریل په شپږمه د بلوچستان له مستونګ نه د کوټې تر مرکزه لاریونونه پیلوي.
نوموړی وایي:«موږ نن دا پرېکړه کړې ده، چې د اپریل په شپږمه موږ یو ځل بیا له لېک پاس څخه تر کوټې پورې لانګ مارچ پیلوو. زموږ دغه مبارزه به تر هغو دوام ولري، څو بلوڅ مېرمنې له زندانه نه وي خوشې شوې.»
مېنګل د بلوچستان د تولو ولسوالیو له اوسیدونکو او ځايي ګوندونو غوښتنه کړې چې په دغو لاریونونو کې برخه واخلي.
سردار اختر مېنګل وايي، دغه لاریون به د بلوڅو مېرمنو تر راخوشې کېدو دوام ولري.
بلوڅ سیاستوال او د پاکستان د پارلمان غړي سردار اختر مېنګل د مارچ په ۲۴مه نېټه هغه مهال لاریون پیل کړ، چې د بلوچستان پولیسو د بلوڅانو د یوالې غورځنګ مشره ماهرنګ بلوچ له څو تنو نورو ښځینه فعالانو سره ونیول.
ښاغلی مېنګل د بلوڅو ښځینه فعالانو د راخوشې کېدو په موخه درې ځلي مذاکرات هم کړې خو کوم پایله یې نه لرله.