د یوې سویسي څېړنیزې موسسې د یوه تازه څېړنیز راپور پر بنسټ ډان ورځپاڼې خبر خپور کړی، چې له پخوانۍ شوروي ټلوالې او ناټو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو تور کاروبار لا هم د افغانستان په ختیځ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې په پراخه کچه روان دی.
د ډان په راپور کې راغلي، چې په قبایلي سیمو کې لا هم د وسلو په تورو بازارونو له کې له افغانستان څخه قاچاق شوې روسۍ او امریکایي وسلې په لویه کچه پلورل کېږي.
د سویس په پلازمېنه جینیوا کې دغه راپور چې ډان ورځپاڼې را اخیستی د «سپکو وسلو د څېړنو موسسې» لخوا خپور شوی او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د وسلو پر موجودیت تمرکز لري.
دغه راپور له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د ډیورنډ کرښې په دواړه غاړو کې د دغو بازارونو څخه د څېړنو پر بنسټ چمتو شوی او په کې موندل شوې، چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام څخه پاتې شوې وسلې اوس په کې په قاچاقي توګه پلورل کېږي.
که څه هم طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د پخواني حکومت د وسلو زېرمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او ادعا یې کړې، چې د عامو خلکو او شخصي سوداګرو لپاره د وسلو اخیستل یې بند کړي، خو بیا هم د وسلو قاچاق دوام لري.
راپور وړاندې کاږي، چې د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي له قاچاقچیانو سره ځانګړې همکارۍ لري.
دغه راپور زیاتوي، چې له سیمه ییزو ترهګرو ډلو لکه «ټي ټي پي» او بیا القاعده سره د طالبانو اړیکو د وسلو د قاچاق د مخنیوي هڅې لا هم ستونزمنې کړې دي.
ویل کیږي، چې یادې ډلې اوس له دغو وسلو څخه هم ګټه پورته کوي.
د وسلو بیې
راپور کې راغلي چې د افغانستان ختیځو ولایتونو او قبایلي سیمو کې وسلې لا هم په غیر رسمي بازارونو کې په ازاد ډول خرڅېږي.
طالبانو له خپلې واکمنۍ مخکې له بهرنیو ځواکونو او پخواني جمهوري نظام سره د جګړې لپاره له همدغو بازارونو څخه وسلې اخیستلې.
راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د وسلو په بیو او د لاسرسي په کچه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
په افغانستان کې د وسلو بیې لوړې شوې، خو په پاکستان کې یې بیا ډېر بدلون نه دی کړی.
د بېلګې په توګه، د امریکايي M4 ډوله بریدګر ټوپک بیه د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۲۱۹ ډالره، خو د خوست ولایت د سپیرې په ولسوالۍ کې تر ۴۸۱۷ ډالرو پورې رسېدلې ده.
همداراز، په ننګرهار کې د دغه ټوپک بیه تر ۴۳۷۹ ډالرو پورې او د AK ډوله روسي کلاشنیکوف شاوخوا ۱۳۸۶ ډالره پلورل شوي.
د دوربابا ولسوالۍ چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرته ده، هلته د امریکایي M4 بیه تر ۳۷۲۲ ډالرو رسېږي، خو محلي AK یا دره وال کلاشنیکوف بیا تر ۲۱۸ ډالرو هم پلورل کېږي.
په پاکستان کې د ناټو او شوروي ډوله وسلو بیې نسبتا ثابتې پاتې دي. خو د پاکستان د پوځ د روانو عملیاتو «عزم استحکام» له امله د وسلو پلورونکي اوس د ناټو وسلې ښکاره نه خرڅوي، سره له دې چې دا اقدامات د بیو پر ثبات ډېر اثر نه لري.
د بیو بدلونونه
د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ له وروستیو نیولې د ۲۰۲۴ تر نیمايي پورې، په ننګرهار او کونړ کې د M4 ټوپک بیه شاوخوا ۱۳ سلنه لوړه شوې او له ۱۷۸۷ ډالرو نه تر ۳۸۱۳ ډالرو رسېدلې ده. همداراز د M16 امریکایي ټوپک بیه تر ۳۸ سلنه لوړه شوې او له ۱۰۲۰ نه تر ۲۴۳۴ ډالرو ته رسېدلې ده.
خو د AK ډوله ټوپکونو او د RPG راکټ لانچرونو بیې ډېر بدلون نه دی کړی. ان د چینایي Type 56 ټوپک بیه لږه راټیټه شوې ده، چې ښايي یا یې عرضه زیاته شوې وي یا تقاضا کمه شوې وي.
تر ټولو جالب دا چې د شپې لیدونکو وسایلو یا لېزرونو بیه د پام وړ راټیټه شوې. له ۲۵۷۵ ډالرو نه تر ۷۸۱ ډالرو ته راټیټه شوې چې نږدې ۷۰ سلنه کمښت ښيي.