د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کېرتي وردان سېنګ د دغه هېواد پارلمان ته ویلي چې حکومت یې «په منظم ډول په افغانستان او پاکستان کې د سیکانو د ځورلو او ربړولو راپورونه څاري.»
هند چې په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره سیاسي اړیکې څه ناڅه ښې شوې، وردان سېنګ د دغه هېواد پارلمان ته په لیکلي ځواب کې د یادې ډلې په پرتله پر پاکستان ډېرې نیوکې کړې دي.
نوموړي د پارلمان په ځواب کې لیکلي: «هغه بېرحمه اقدامات چې په پاکستان کې د اقلیتونو په حق کې ترسره کېږي، ځورول، ګواښونه، جبري ودونه، شدید تبعیض او د مذهبي زغمنهلرل دي.»
د وردان سېنګ په ځواب کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سیکانو ځورولو او ربړولو څرنګوالي ته هېڅ اشاره نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې بشري حقونو سازمانونه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو اړوند په خپلو کلنيو راپورونو کې په تفصیل سره پر دې موضوع بحث کړی دی.
د یادونې ده چې د طالبانو په لاس د کابل له پرځېدو وروسته د هند حکومت د سیکانو پر وړاندې د دغې ډلې له ناوړه چلنده د وېرې له امله۷۴ افغان سیکان د ایر انډیا او پوځي الوتکو په مرسته له افغانستانه اېستلي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېرکال په خپل راپور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاستان کې د سیکانو او هندوانو د نفوس کمېدو ته اشارې کړې وه.
په راپور کې راغلي چې سیکان او هندوان په افغانستان کې د خپل خونديتوب په تړاو اندېښمن دي او د شکنجې له ګواښه محاکمې ته د شکایت په صورت کې وېره لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له ۹۰۰ څخه ډېر سیکان او هندوان له دغه هېواده وتلي او یوازې شپږ سیکان او هندوان د خپلو مذهبي مقدساتو د خونديتوب لپاره په افغانستان کې پاتې شوي دي.