مکرون اروپایي شرکتونو ته ویلي، چې په امریکا کې پانګونه بنده کړئ

AP ۱۴۰۴ وری ۱۵

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ډونالډ ټرمپ د سختو تعرفو په غبرګون کې له اروپایي شرکتونو غوښتي، چې په امریکا کې خپلې پلان شوې پانګونې وځنډوي.

مکرون د ټرمپ اداره د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره زیانمنه وبلله او د امریکا تعرفې یې «ظالمانه او بې‌ بنسټه» یادې کړې.

مکرون دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د (وري ۱۴مه) د فرانسوي صنعت استازو ته د وینا پر مهال وکړې.

د فرانسې ولسمشر وویل: «هغه پانګونې چې په دې وروستیو کې اعلان شوې یا د راتلونکې لپاره پلان شوې دي، باید تر هغه وخته وځنډول شي، څو چې له امریکا سره هر څه روښانه شي.»

مکرون غواړي چې د اروپایي شرکتونو میلیاردونو ډالرو پانګونې وځنډوي، څو د ټرمپ اداره تر فشار لاندې راولي.

په همدې لړ کې د فرانسې د ټرانسپورټ ستر شرکت « CMA CGM » څو اوونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې د امریکا په لوژېستیک او سمندري بندرونو کې ۲۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي.

ټرمپ دغه پرېکړه ستایلې وه او د چهارشنبې په ورځ یې د تعرفو د اعلان پر مهال بیا هم د دې شرکت نوم واخیست.

همداراز د بریښنا تجهیزاتو فرانسوی شرکت «Schneider Electric» هم تېره میاشت وویل چې غواړي د امریکا د انرژۍ په زیربناوو کې ۷۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي، ترڅو د مصنوعي هوښیارتیا وده پیاوړې کړي.

خو یادو شرکتونو تر اوسه پورې د مکرون غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په ورته وخت کې مکرون خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ تعرفو ته باید قوي غبرګون وښودل شي.

هغه وړاندیز وکړ چې اروپا باید د امریکا د اقتصاد پر وړاندې د فشار ضد میکانیزم وکاروي. مکرون وویل چې د اروپایي ټولنې راتلونکی ځواب به د پخوا پرتله لا ډېر زورور وي.

د ټرمپ د چهارشنبې ورځ تعرفو نه یوازې اروپایي ټولنه، بلکې د واشنګټن نور متحدین او سیالان هم تر اغېز لاندې راوستل.

په دغه لړ کې ټرمپ د افغانستان د صادراتو پر وارداتو هم ۱۰ سلنه تعرفه لګولې ده.

نور خبرونه

رادیو