ماین‌موندونکی موږګ د ریکاډونو په نړۍوال کتاب «ګېنیس» کې ثبت شو

AP ۱۴۰۴ وری ۱۵

په کمبوډیا کې د «رونین» په نوم یو موږک له ۱۰۰ ډېرو ماینونو او چاودېدونکو توکو د موندلو له امله یو نوی ریکارډ په خپل نوم ثبت کړی دی.

پنځه کلن رونین په تاریخ کې د ماین‌موندونکي موږک په توګه د ګينېس نړۍوال ریکاډ ترلاسه کړی دی.

هغه ۱۰۹ وژونکي ځمکني ماینونه او ۱۵ نور چاودېدونکي شبکې موندلي دي.

رونین د «ماګاوا» په نوم د موږک ځای نیولی چې هغه بیا د خپل پنځه کلن خدمت په بهیر کې ۷۱ ځکمني ماینونه او ۳۸ چاودېدونکي توکي موندلي وو.

د یادونې ده چې ماګاوا په ۲۰۲۱ کال کې له تقاعد وروسته د ماینونو په موندلو کې د خپلو هڅو په پار د سرو زرو مډال ترلاسه کړی و او په همدې کال کې ومړ.

کمبوډیا لا هم د ۱۹۶۰ او ۱۹۹۸ کلونو ترمنځ د تېرو کورنیو جګړو د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله د ګواښ تر کرښې لاندې هېواد بلل کېږي.

د معلوماتو پر بنسټ، له ۱۹۷۹ کال راپدېخوا شاوخوا ۲۰ زره کسان د ماینونو او پخوانیو پوځي تجهیزاتو د چاودنو له امله مړه شوي، خو د ټپیانو کچه بیا تر دې دوه برابر لوړه ده.

رونین ښايي د دوو کلونو یا تر دې ډېرې مودې لپاره د انسانونو د ژوند ژغورنې په موخه خپل کار ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو