د کریمیا چارواکو خبر ورکړی، چې روسیې د اپریل په څلورمه د دنیپروپیټروسک اوبلاست په کریوی ریح باندې د بالستیک توغندیو برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۶ کسان پکې وژل شوي او تر ۵۰ ډیر یې ټپیان کړي دي.
په مړو شویو او ټپيانو کې ماشومان هم شته.
د کریوی ریح د نظامي ادارې مشر اولیکسندر ویلکول په وینا، دغه برید د استوګنې په ځایونو شوی، چې ودانۍ یې سوځولي او سخت زیان یې اړولی دی.
نیپروپیټروسک اوبلاست والي سیرهي لیساک رسنیو ته ویلي، چې برید د عامو خلکو استوګنې ځایونو او د ماشومانو د لوبو میدانونو ته نږدې شوی، چې په وژل شویو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.
د نوموړي په وینا، د دغه برید له امله ۳۰ کسان روغتون کې بستر شوي چې یو پکې د درې میاشتو ماشوم دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه برید په اړه ویلي: "د روسیې بریدونه هره ورځ کیږي. هره ورځ خلک وژل کیږي. بریدونه دوام لري، روسیه اوربند نه غواړي او موږ یې وینو. ټوله نړۍ یې ویني."
کریوی ریح د زیلینسکي پلرنی ټاټوبی دی، چې د روسیې د توغندیزو بریدونو دوامداره هدف دی، دا ښار نږدې شپږنیم لکه نفوذ لري، د نیپروپیټروسک اوبلاست دویم لوی ښار دی او د جګړې لومړۍ کرښې څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې پورت دی.
روسیې د اوربند د خبرو لپاره د امریکا له هڅو سره - سره په اوکراین کې د توغندیو او ډرون بریدونو ته دوام ورکړی دی. کییف استدلال کوي چې پر ملکي سیمو د مسکو بریدونه ښيي چې د سولې په اړه جدي نه دی.
یاده دې وي، چې کرملین د مارچ په ۱۱ په جده کې د متحده ایالاتو او اوکراین له خوا د ۳۰ ورځني اوربند موافقه رد کړه او یوازې د انرژۍ زېربنا او په تور سمندر کې د بریدونو لپاره د محدود اوربند موافقه یې وکړه.
اوکراین لا دمخه روسیه تورنه کړې چې د انرژۍ زېربناو له اوربند څخه سرغړونه کوي، په داسې حال کې چې د تور سمندرګي د اوربند راتلونکی ناڅرګند دی، ځکه چې مسکو د لویدیځ د بندیزونو له لرې کولو سره د هغې پلي کول تړلي دي.