د هالنډ کمېټه وايي په افغانستان کې یې تر شپږ ميلیونه ډالرو ډېر خدمات وړاندې کړي

۲ ورځې مخکې

په افغانستان کې د هالنډ کمېټې د خپرونو رییس ویلي، چې تېر کال یې دریو میلیونو مالدارانو او بزګرانو ته د ۸،۶ ميلیونو ډالرو په ارزښت خدمات وړاندې کړي.

فریدون قیومي ویلي، چې په دې خدماتو کې واکسیناسیون، د څارویو د نسلونو اصلاح، د حیواناتو ساتنه او پالنه او د بزګرانو روزنه شامله وه.

په افغانستان کې د هالنډ کمېټې دغه مسوول د چهارشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون سره په یوه مرکه کې زياته کړې، چې افغان مالدارانو او بزګرانو ته یې دغه خدمات په ۳۰ ولایتونو کې تر سره کړي.

نوموړي زياته کړې، چې د هېواد کروندګرو او مالدارانو ته یې د محصولاتو د بازار موندنې لپاره درې سوه اصلي او فرعي مرکزونه هم جوړ کړي.

هغه زياته کړې: «دا داسې مرکزونه دي، چي په هغو کې خلکو ته سرمایه په لاس ور ځي او هم روزل شوي دي، چې څنګه دوی تولیدات را ټول کړي او څنګه یې خرڅ کړي. دا د مالدار پر اقتصاد مثبت اغېز کوي.»

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم د کرنې پر پرمختګ او د اصلاحي تخمونو پر دودولو ټينګار کړی.

دغه وزارت زياته کړې، چې افغان کروندګرو او مالدارانو ته یې د اوبو سیستمونو، اصلاح شويو تخمونو، د اوبو سپما، د توليد زياتوالي او بسته بندۍ په برخه کې زده کړې ورکړی دي.

ډېر مهال کروندګر او بڼوال شکایت کوي، چې د محصولاتو پر مهال په کور دننه او بهر بازار نه لري او په کښتونو شوي لګښتونه بېرته نه شي پوره کولی.

نور خبرونه

رادیو