د اسوشیېټیډ پریس د خبر له مخې، ډیموکراټ سناتور کوري بوکر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو په وړاندې د دغه هیواد په سنا مجلس کې ۲۵ ساعته وینا وکړه او د ټرمپ سیاستونه یې د ډیموکراسۍ په وړاندې ګواښونکي وبلل او ویې غندل.
هغه خپله وینا په دې خبره پیل کړه چې «دا زمونږ په هېواد کې د نورو وختونو په څېر عادي وختونه نه دي» او زیاته یې کړه، «موږ باید د امریکا په سنا مجلس کې د عادي وختونو په شان چلند ونه کړو، د امریکا خلکو او امریکایي ډیموکراسۍ ته ګواښونه جدي او بیړني دي، مونږ ټول باید زیاته هڅه وکړو ترڅو یې پر وړاندې ودرېږو.»
بوکر د دوشنبې په ماښام سنا مجلس ته ننوت او ویې ویل، چې تر هغې به هلته پاتې شي چې ترڅو فزیکي توان ولري.
هغه له ۲۵ ساعتونو او ۵ دقیقو وروسته، د ټرمپ د سیاستونو پر ضد خپله وینا پای ته ورسوله او په لړزېدلو قدمونو له سنا مجلس څخه ووت.
هغه د امریکا د سنا مجلس په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې او دوامدارې وینا نوی ریکارډ جوړ کړ.
بوکر د خپلې وینا پر مهال د ټرمپ د حکومت د اقداماتو په اړه سختې نیوکې وکړې او د ټولنیزو خدماتو په کمښت او د حکومت د څارنې د نورو اقداماتو په اړه یې اندیښنې څرګندې کړې.
نوموړي د وینا پر مهال یوازې اوبه څښلې او خبریالانو ته یې ویلي، چې د دغې اوږدې وینا د چمتووالي لپاره یې څو ورځې روژه نیولې وه.
د امریکا په سنا مجلس کې د اوږدې ونیا دغه اقدام ته چې فیلیباسټر ویل کېږي، په وروستیو کلونو کې څو ځلې په اوږدمهاله توګه ترسره شوې، خو ریکارډ یې له سناتور استروم ترمونډ سره دی، چې د ۱۹۵۷ د مدني حقونو له قانون سره د مخالفت لپاره ۲۴ ساعته او ۱۸ دقیقې خبرې کړي.
د امریکا په سنا کې د ډیموکراټانو مشر چک شومر وویل، «د بوکر قوت، مقاومت، او وضاحت حیرانونکي دی، او همدا اوس د امریکا ټول خلک د ده خبرې اوري.»
بوکر په خپلو ویناوو کې بېلابېل موضوعات یاد کړي، چې په کې د روسیې او اوکراین جګړه، په بهرنیو هېوادونو کې د امریکا نړۍوالې پراختیایي او مرستندویه مرستې، د بودجې د کمښت په اړه اندېښنې او د ټولنیزو خدمتونو د دفترونو کمول شامل وو.
د سنا غبرګون
ډېموکراتانو د بوکر وینا وستایله او دا یې د ټرمپ د خطرناک سیاست پر وړاندې یو مهم اقدام وباله.
جمهوريپال سناتورانو بیا دا وینا «سیاسي نمایش» وباله او ویې ویل، چې دا یوازې د وخت ضایع کول دي.
د ټرمپ غبرګون
ټرمپ د ښاغلي بوکر وینا «درواغجنه او غولونکې وبلله او ویې ویل چې ډېموکراتان د بایډن د ناکامۍ پټولو هڅې کوي.»
د ټرمپ د ټیم غبرګون
د ټرمپ ټاکنیزې ډلې وویل، چې ډېموکراتان د «بې بنسټه تورونو» له لارې غواړي چې ولسمشر ټرمپ بدنام کړي.