د اډیاله زندان چارواکو د تحریک انصاف یو شمېر غړو ته د عمران خان د لیدو اجازه ورنه کړه

AP ۱۴۰۴ وری ۱۲

د اډیاله زندان چارواکو د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجه، نیازالله نیازي او نورو کسانو ته د دغه ګوند له بنستګر عمران خان سره د لیدو اجازه ورنه کړه.

د زندان چارواکو اعظم خان سواتي، ناديا خټک، مبشر اعوان، انصر کياني او تابش فاروق ته د عمران خان سره د ملاقات اجازه ورکړه، خو سلمان اکرم راجه، انصر کياني او تابش فاروق له دننه تلو څخه منع کړل.
سلمان اکرم راجه د زندان له کارکوونکو سره لفظي شخړه هم وکړه او ویې ویل: “زموږ د نوملړ له مخې یوازې اعظم سواتي د ملاقات لپاره لېږل شوی، نور نومونه ولې د نوملړ مطابق نه دي اخیستل شوي؟”
د پي ټي ای عمومي منشي وویل: “شمېرې مه پوره کوئ، که موږ ته دننه د تلو اجازه نه راکوئ، نو هېڅوک به دننه نه ځي. د محکمې حکم واضح دی چې له ما، بیرسټر ګوهر او انتظار پنجوتا پرته یوازې هغه کسان به ملاقات ته ځي چې موږ یې نومونه ورکړي و.”
تر دې مخکې پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی و، چې د عمران خان او د هغې له مېرمنې بشرا بي بي سره د اختر په لومړۍ ورځ نه کورنیو یې او نه یې هم د ګوند غړو لیدلي دي.
‎هېره دې نه وي، چې د پنجاب حکومت د اختر په موخه د اډیاله زندان لپاره امنیتي اقدامات زیات کړي او کورنیو ته یې اجازه ورکړې، چې په دغه زندان کې له خپلو عزیزانو سره وګوري.
‎تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی عمران خان د امنیتي ګواښونو له امله د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو منع شوی دی.

عمران خان د دولتي رازونو له افشا کولو څخه نیولې تر د دولتي ډالۍ پلورلو پورې له تورونو سره مخ دی.

نوموړی په ۱۰۰ قضیو کې ښکېل دی او د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په بند کې دی.

نور خبرونه

رادیو