د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر اېکس لیکلي، چې تهران «په هېڅ شرایطو» کې د اټومي وسلو ترلاسه کولو په لټه کې نه دی.
هغه زیاته کړې: «ډېپلوماټیک تعامل پخوا هم خپله اغیز ثابت کړی او لا هم ګټور ثابتېدلی شي، خو باید ټولو ته روښانه وي چې اصولاً د پوځي انتخاب په نوم څه نه شته، پاتې شوه د پوځي حل لارې خبره.»
عراقچي زیاته کړه: « زموږ سیمه کې هغه ناورین زېږونکي ناکامي چې د امریکا د پخوانیو حکومتونو لپاره یې له اووه تریلیونه ډالرو زیات لګښت درلود، په کافي اندازه څرګنده ده.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېڅ سند نه شته چې وښيي تهران خپلې اټومي ژمنې تر پښو لاندې کړې، ان د امریکا د ملي استخباراتو مشر ټولسي ګابارډ هم دا موضوع تازه تایید کړې ده.
بلخوا د اسراییل «کان» شبکې راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قوماندې (سنتکام) قوماندان مایکل کوریلا د خپل سفر پر مهال د اسراییل د پوځ له لوی درستیز او نورو جګپوړو قوماندانانو سره لس ساعته ناسته کړې، چې اساسي بحث یې پر ایران او حوثیانو متمرکز و.
په ورته وخت کې، د سپینې ماڼۍ ویاندې د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د امریکا بریدونو حوثیان سخت کمزوري کړي او دا وضعیت د ایران پر دریځ هم اغېز کړی دی.
هغې زیاته کړې: «پر حوثیانو د امریکا بریدونه ډېر بریالي وو، موږ د حوثي قوماندانانو د وژل کېدو شاهدان یوو او سمیه کې بېړۍ ازادانه تګ راتګ کولی شي.»
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که د حوثیانو بریدونه بند نه شي، «د حوثیانو او په ایران کې د هغوی د ملاتړو لپاره اصلي درد پر لار دی.»
ټرمپ پر خپلې ټروټ ټولنیزې پاڼې لیکلي: «د حوثیانو لپاره انتخاب روښانه دی، که په امریکایي بېړیو بریدونه ودروئ، نو مونږ به هم خپل بریدونه بند کړو.»
د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي و، چې په تېرو دوو اوونیو کې د متحده ایالاتو په درنو بریدونو کې حوثیان له منځه تللي او دغه بریدونه به تر هغه وخته دوام وکړي ترڅو چې د امریکایي بېړیو پروړاندې ګواښونه ختم شوي نه وي.