د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرګي ریابکوف له یوې مجلې سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اوکراین کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیزونه «جدي» ګڼي، خو په «اوسنۍ بڼه» یې منلی نهشي.
ریابکوف د سېشنبې په ورځ (د اپرېل لومړۍ نېټه) زیاته کړې، چې د امریکا پلان د اوکراین او روسیې د جګړې «اصلي لاملونه» نه په ګوته کوي.
نوموړي د نړۍوالو چارو له مجلې سره په مرکه څرګنده کړې: «موږ هغه ماډلونه او لارې چارې چې امریکایانو وړاندیز کړي، ډېر جدي ګڼو، خو موږ نهشو کولای ټول یې د اوسني شکل په توګه ومنو. لکه څنګه چې موږ ګورو، په دې وړاندیزونو کې زموږ اصلي غوښتنې لپاره ځای نه شته، یعنې د دې نښتې د رېښو اړوند ستونزو حل.»
ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو سره د اوکراین جګړې ختمول د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بولي او په سعودي عربستان کې یې له مسکو او کییف سره جلا-جلا مذاکرات ترسره کړي دي.
همداراز، ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره د اوکراین د جګړې د ختمولو په تړاو خبرېاترې روانې ساتلې دي.
هغه مهال د کرملین مانۍ هم منلې وه، چې پوتین له ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره هوکړه کړې او د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د ۳۰ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه دروي.
کرملین ټینګار کړی و، چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې او د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندېدل یې یوې هوکړې ته د رسېدو اساسي شرط ګڼلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د شوي اوربند مودې راهیسې دواړه خواوې یو بل د انرژۍ تاسیستاتو له اوربند څخه پر سرغرونې تورنوي.