په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید اېرواني د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې «بې پروا او له کینې ډکې» وبللې او هغه یې د نړۍوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو ښکاره سرغړونه وبلله.
هغه ويلي، د امریکا او اسراییل هر ډول تیري ته به کلک ځواب ورکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې له اېن بي سي نیوز سره په یوه مرکه کې خبرداری ورکړی و، که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه هوکړه ونه کړي؛ نو بمبار به شي.
د امریکا ولسمشر ویلي و، دغه بمباري به داسې وي چې دوی به تر دې وړاندې هیڅکله نه وي لیدلې.
د دغې مرکې په یوه برخه کې ټرمپ یادونه وکړه، چې هغه له تهران سره د مقابلې لپاره د دویمې تعرفې په انتخاب هم غور کوي.
خو ښاغلي اېرواني ویلي، چې ایران د هر ډول پوځي دسیسې په وړاندې جدي خبرداری ورکوي او د امریکا د هر ډول «تېري» ډک اقدام یا برید په وړاندې به په چټکۍ او غوڅ ډول ځواب ورکړي.
د اېرنا خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي اېرواني د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا مشرې کریسټینا مارکس لاسن او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې وویل:« ایران د هر ډول پوځي دسیسې په وړاندې جدي خبرداری ورکوي او اعلان کوي، چې د امریکا یا اسراییلي رژیم لهخوا د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، یا ملي ګټو په وړاندې د هر ډول تېري یا برید په وړاندې به په چټکۍ او پرېکنده ډول ځواب ورکړي.»
هغه زیاته کړې، چې د هر ډول دښمنۍ ډکې کړنې ناوړه پایلو بشپړ مسوولیت به د امریکا په غاړه وي.
هغه ویلي، ټرمپ په دوامداره توګه خپلواکو هېوادونو ته د زور کارولو ګواښونه کوي او د خپلو سیاسي او جیوپولیټیکي موخو د پرمختګ لپاره د فشار راوستلو لپاره د اصلي وسیلې په توګه پوځي ځواک کاروي.
نوموړي له امنیت شورا غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې دې د نړۍوالې سولې او امنیت د ساتنې لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.
هغه وړاندې ویلي، چې امنیت شورا باید په څرګنده توګه د امریکا د ولسمشر ګواښونه د نړۍوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور څخه سرغړونه وګڼي.
هغه زیاته کړې، چې ایران د سیمې سولې، ټیکاو او امنیت ته په کلکه ژمن دی او د شخړې زیاتېدو لېوالتیا نه لري.