د امریکا ایالتي لوی څارنوالانو اېتلاف د ټرمپ دولت د هغې پرېکړې په تړاو چې د کرونا ویروس اړوند پروژو او د نورو عامه روغتیایي خدمتونو لپاره ځانګړې شوې ۱۱ مېلیارد ډالر فدرالي مرستې کموي، توند غبرګون ښودلی او د دغه دولت د محاکمهکېدو غوښتنه یې کړې ده.
په هغه شکایت کې چې د سېشنبې په ورځ (د مارچ لومړۍ نېټه) د روډ ټاپو په فدرالي محکمه کې ثبت شوی د نیویارک، کلوراډو، کینټکي او پنسلوانیا په ګډون د ۲۳ ایالتونو لوی څارنوالانو د ټرمپ ادارې پرېکړې ننګولې ده.
دوی په دې باور دي، چې دا کمښتونه نه یوازې ناقانونه دي، بلکې د منطقي او مستند دلیلونو له وړاندې کولو پرته ترسره شوي دي.
د څارنوالانو په وینا، دا کمښت کولای شي عامې روغتیا ته سخت زیان ورسوي او ایالتونه د مخنیوي وړ ناروغیو د خپرېدو او راتلونکي وبا لپاره له جدي ګواښ سره مخ کړي.
دا پیسې په ځانګړي ډول له وبا سره د مبارزې اړوند اقداماتو لکه تشخیص او واکسین او همداراز د روږديکېدو د مخنیوي او رواني روغتیا پروګرامونو لپاره ځانګړې شوې وې.
څارنوالان زیاتوي :«د ټرمپ دولت د دې پرېکړې په تړاو اعتراض تر ډېره حده پر دغه حقیقت ولاړ دی، چې دا مرسته د وبا د ناورین په جریان کې د کانګرس لهخوا ځانګړې شوې وه او په ځانګړي ډول له روغتیا ننګونو سره د مبارزې او د کرونا د خپرېدو مخنیوي لپاره کارول شوې وه.»
د دوی په خبره، د دې بودیجې کموالی به نه یوازې هغه کسان اغېزمن کړي چې له کورونا څخه اغېزمن شوي، بلکې د عامې روغتیا ټولو سکټورونو ته چې دغو مالي سرچینو ته اړتیا لري، زیان رسوي.
څارنوالانو همداراز ټینګار کړی، چې دا اقدام کولای شي په ټوله امریکا کې د حیاتي روغتیا خدماتو د زیان لامل شي او د دغه هېواد د عامې روغتیا راتلونکي ته جدي ګواښ جوړ کړي.
د یادونې ده چې د ټرمپ ادارې څه موده مخکې د روغتیا چارو اړوندو پروژو په برخه کې پر فدرالي ادارو ۱۱ مېلیارده ډالر بند کړ.