انادولو خبري اژانس خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره د تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان د ولسمشرانو ترمنځ د تاجکستان په خجند ښار کې غونډه جوړه شوه او د درېیو هیوادونو تر منځ په کې د ستونزو د حل او «تلپاتې دوستۍ» تړون لاسلیک شو.
خبر کې راغلي، چې د دوی د ناستې اصلي موخه د درېواړو هېوادونو د پولو د یوه تاریخي تړون لاسلیک کول و.
ویل کیږي، چې د دغو هیوادونو ترمنځ د پولو د نه روښانتیا له امله دوه لسیزې لانجې د وسله والو نښتو لامل هم شوې وې.
خبر زیاتوي، چې د درېيو جمهوريتونو تر منځ د اړيکو د عمده ستونزو د حل په رڼا کې، د دولتونو مشرانو د تلپاتې دوستۍ ګډه اعلامیه لاسليک کړه او د درې اړخيزه همکاريو د پراختيا ژمنه وشوه.
د ازبکستان د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه هوکړه لیک د تاجکستان د خجند په ښار کې د قرغزستان د ولسمشر سید جاپاروف، د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان او د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف تر منځ له درې اړخیزې غونډې وروسته لاسلیک شو.
د قرغزستان ولسمشر سادیر جاپاروف د دوشنبې په ورځ سهار وختي خجند ته ورسېد او د غونډې له پیل مخکې یې له خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره خبرې وکړې.
دواړو مشرانو د سوداګرۍ، اقتصاد او انرژۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه د بحث ترڅنګ، د دولتونو د پولو د تړون د تصویب لپاره سندونه تبادله کړل.
ولسمشر جاپاروف او امام علي رحمان د کاسا ۱۰۰۰سیمه ییزې پروژې د یوې برخې په توګه د "داتکا-سګد" نړیوال بریښنا لیږد هم پیل کړ.
د تاجکستان او قرغزستان مشرانو یادونه وکړه، چې دغه پروژه به د دواړو هېوادونو د انرژۍ سیسټمونه متحد کړي، چې افغانستان او پاکستان ته برېښنا ورسوي او د منځنۍ اسیا د انرژۍ امنیت به خوندي کړي.
له درې اړخیزې غونډې وروسته، درې واړو ولسمشرانو د ویډیو کنفرانس له لارې د درېیو هیوادونو د یو ځای کېدو په نقطه کې د جوړ شوي څلي د پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د یادولو وړ ده، د دې تړون لاسلیک دوه اوونۍ وروسته له هغه کیږي، چې د قرغزستان او تاجکستان ولسمشرانو د مارچ په ۱۳مه نیټه د دولتي پولو په اړه یو تړون لاسلیک کړ، چې د منځنۍ اسیا د دوو هیوادونو ترمنځ د اوږدې مودې شخړې حل کوي.