سعودي عربستان د «فلک» په نامه خپل لومړنی څیړنیز ماموریت فضا ته واستاوه

AP ۱۴۰۴ وری ۱۲

سعودي عربستان له (SpaceX) سره په همکارۍ په بریالیتوب خپل لومړنی څیړنیز ماموریت قطبي مدار ته واستاوه، چې پر طبیعي سترګو د فضا اغیزې وڅیړي.

د فلک په نوم دغه ماموریت په فضايي شرایطو کې د د میکروبي تغییراتو په اړه څیړنه کوي، چې د تشیالغاړو پر لید روغتیا به د فضا د اغیز له درک سره مرسته وکړي.

فلک ماموریت به، چې د (FRAM2) پروژې برخه ده، دا وڅیړي چې مایکرو جاذبه (microgravity) د سترګو مایکروبایوم (طبیعي مایکروبونو چاپیریال) باندې څه ډول اغیز لري او دا څیړنه به هم د فضایي ماموریتونو او هم د ځمکې پر روغتیایي چارو مثبت اثر ولري.

د سعودي عربستان فضایي څیړنیزه اداره وایي، دا ماموریت به د تشیالغاړو د سترګو روغتیا په تړاو پوهه پراخه کړي؛ د سترګو مایکروبونو د ودې بڼې به تحلیل کړي او د جینونو او پروټینونو بدلونونه به مطالعه کړي، چې د مایکرو جاذبې تر تاثیر لاندې رامنځته کیږي.

د فلك ماموریت مشر ډاکټر ایوب السبحي وویل چې دغه څیړنه به د نړیوالو فضایي ادارو لپاره یو نوی معیار وټاکي.

دغه سعودي فضایي ماموریت به نه یوازې د فضايي ماموریتونو روغتیايي اړخ ته وده ورکړي، بلکې د ځمکې پر طبي څیړنو هم ژور اغیز لرلای شي، چې دا د سعودي عربستان لپاره د فضا او ساینس په برخه کې یو ستر علمي پرمختګ بلل کیږي.

السبحي له توغندیز ماموریت مخکې سعودي خبري اژانس ته وویل چې «دغه پروژه به د فضا او اړوند ټکنالوژیو په برخه کې د زده کړې او څیړنې لپاره یو مهم پرمختګ وي».

په فضا کې د سترګو د مایکروبایوم مطالعه یوه نوې څیړنیزه برخه ده. دا تجربه به د مایکرو ارګانیزمونو د ودې کچه په فضا کې د ځمکې له ورته ودې سره پرتله کړي.

د ماموریت یوه څیړونکې ساینسپوهه ډاکټره وداد بنت سعید القحطاني وایي: «د فضا چاپیریال د سترګو طبیعي مایکروفلورې (microflora) باندې اغیز مطالعه کول به موږ ته ارزښتناک معلومات راکړي چې څنګه دا د مایکرو جاذبې شرایطو ته غبرګون ښیي، چې د سترګو د روغتیا ساتلو لپاره نوې ستراتیژۍ او پروتوکولونه رامنځته کولی شي».

د ماموریت یوه بله ساینس پوهه پروفیسره سلوى الحزاء د سترګو د څیړنو اهمیت ته اشاره کوي او وایي: «دا یو اساسي ګام دی چې د سترګو پر روغتیا د فضا چاپیریال پر اغیزو د لا ژورې پوهې لپاره ترسره کیږي. موږ به د سعودي بیرغ پورته ساتو او د نړۍ د فضایي سکتور د وده کوونکي رول په برخه کې به خپل مسوولیت ادا کوو».

د فلک ماموریت لومړنی عرب څیړنیز ماموریت دی چې د غیر انتفاعي سازمان له خوا پلي کیږي.

نور خبرونه

رادیو