د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یوه چارواکي خبرداری ورکړی، چې د میانمار ځینې سیمې د وروستۍ زلزلې له امله په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي او دا ناورین د پراخېدو په حال کې دی.
دغه سازمان وویل، چې د زلزلهځپلو اړتیاوې په دوامداره توګه د زیاتېدو په حال کې دي او د زلزلې له امله د ژوندي پاتې شویو د ژغورلو فرصت هم مخ پر پای ته رسېدو دی.
د میانمار پوځي حکومت ۲زره او ۷۱۹ مړه شویو او ۴۴۱ تري تم شویو کسانو ته په اشارې خبرداری ورکړ، چې د دې زلزلې د قربانیانو شمېر به له درې زره کسانو واوړي.
مرستندویه ډلو د سېشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې زلزلهځپلې سیمې د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیایي خدماتو له سخت کمښت سره مخ دي او د ژوندي پاتې شویو د موندلو فرصت هم په چټکۍ سره مخ پر پای ته رسېدو دی.
تر دې وړاندې د میانمار پوځي حکومت ویلي و، چې د دغې زلزلې د قربانیانو شمېر ځکه مخ پر زیاتېدو دی، چې د پلونو د نړېدو او د غرونو د ښوییدو له امله لارې بندې شوې دي.
د فرانسې خبري اژانس مخکې راپور ورکړی و، چې د دغې زلزلې پرمهال پنځوس ماشومان هغه وخت ووژل شول، چې د هغوی د وړکتون ټولګی راونړید.
دا په داسې حال کې ده، چې کابو اووه سوه مسلمانان بیا د روژې د میاشتې په ترڅ کې د لمانځه پر مهال په جوماتونو کې وژل شوي دي.
د نړۍوالو رسنیو پربنسټ، د میانمار په دویم لوی ښار ماندالي او ځینو نورو ښارونو کې تر ټولو ډېرې ودانۍ له منځه تللي دي.
له دې سره، د میانمار پوځي حکومت له نړۍوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یوازې چین، روسیې، هند او د دې هېواد ځینو ګاونډیانو مرسته کوونکي ټیمونه او بشردوستانه تجهیزات دې هېواد ته استولي دي.