ټرمپ: د حوثیانو او په ایران کې د هغوی د ملاتړو لپاره اصلي درد پر لار دی

AP ۱۴۰۴ وری ۱۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که د حوثیانو بریدونه بند نه شي، «د حوثیانو او په ایران کې د هغوی د ملاتړو لپاره اصلي درد پر لار دی.»

ټرمپ پر خپلې ټروټ ټولنیزې پاڼې لیکلي: «د حوثیانو لپاره انتخاب روښانه دی، که په امریکایي بېړیو بریدونه ودروئ، نو مونږ به هم خپل بریدونه بند کړو.»
د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې د متحده ایالاتو په درنو بریدونو کې حوثیان له منځه تللي او دغه بریدونه به تر هغه وخته دوام وکړي ترڅو چې د امریکایي بېړیو پروړاندې ګواښونه ختم شوي نه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې د یمن پر حوثي وسله‌والو د پراخو هوايي بریدونو امر وکړ.
د ایران ملاتړ لرونکې دغه ډله وروسته له هغې په نښه شوه، چې د سره سمندر پر سوداګریزو بېړیو یې بریدونه وکړل.
ټرمپ همداراز ایران ته چې د حوثیانو ستر ملاتړی ګڼل کېږي، خبرداری ورکړی چې په سملاسي توګه باید د دغه ډلې له ملاتړ څخه لاس واخلي.
حوثیان چې د یمن ګڼې سیمې یې تر ولکې لاندې دي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې د سوداګریزو بېړیو پر ضد یې لسګونه بریدونه ترسره کړي دي.
دغه بریدونو نړۍوالې سوداګرۍ ته جدي ګواښونه پېښ کړي او امریکا یې اړه کړې، چې د حوثیانو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي لپاره پراخ پوځي عملیات وکړي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې له ۲۰۲۳ راهیسې حوثیانو « ۱۷۴ ځله د امریکا پر پوځي بېړیو او ۱۴۵ ځله پر سوداګریزو بېړیو» بریدونه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو