د اوکراین مهمو اروپايي متحدینو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به پر روسیه د نویو بندیزونو لګولو په اړه غور وکړي، څومسکو دې ته اړ کړي چې بېقید او شرطه اوربند ومني.
په مادرید کې د جي ۵ډلې (اسپانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا، بریتانیا، پولنډ) د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي کمېسیون مرستیالې کایا کالاس له غونډې وروسته له روسیې وغوښتل چې زر او غیرمشروط اوربند اعلان کړي.
دوی وویل، چې د اوکراین د دفاعي صنعت محدودول یا د متحدینو پوځي حضور بندول د منلو وړ نهدي.
دغه راز اروپایي اتحادیه غواړي د جګړې جنایتکارانو ته د حساب ورکولو ځانګړې محکمه جوړه کړي او د روسیې کنګل شوې شتمنۍ تر هغه مهاله بندې وساتي چې جګړه پای ته ورسېږي او مسکو اوکراین ته تاوانونه ور کړي.
د یادې ډلې وزیرانو وویل، دوی ژمن دي چې د جګړې د جنایتونو عاملان محاکمه کړي او د اروپایي شورا تر چتر لاندې یوه ځانګړې محکمه جوړه کړي.
کایا کالاس له روسیې وغوښتل چې د اوربند په تړاو د حسن نیت ښودلو لپاره د اوکرایني ماشومانو بېرته ستنول او د جګړې اسیران خوشې کول پیل کړي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روسیې سره د سولې هڅه کوي، خو د اروپایي متحدینو له لوري له احتیاط سره مخ دی.
په ورته وخت کې، د فرانسې او بریتانیا له خوا اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو استول هم تر غور لاندې دي، خو د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاف سیکورسکي وویل، چې دا یوازې د اوکراین په حکومت پورې اړه لري، چې کله او څنګه بهرني سرتیري ومني.