د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې د دوشنبې په ورځ په مادرید کې له امنیتي خبرو مخکې له اوکراین سره د مرستو د دوام پر اهمیت او پر روسیې یې د روانې جګړې د درولو لپاره د فشار په زیاتولو ټینګار وکړ.
د فرانسې، جرمني، پولنډ، ایټالیا، هسپانیې او انګلستان په ګډون د یو شمیر اروپایی هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماتان او د بهرنیو چارو وزیران په مادرید کې سره راټول شوي، چې موخه یې د اروپا امنیت ښه کول دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاجا کالاس په اوکراین کې د وضعیت د روانو ننګونو په منلو سره پر نړۍوالې بېړنۍ ښکېلتیا باندې ټینګار وکړ.
نوموړې وویل: "موږ د بحث لپاره ډېر موضوعات لرو. زما مطلب دا دی چې لومړی اوکراین سره موږ نور څه کولی شو؟ د اوکراین او همدارنګه د سولې له پروسې سره باید مرسته وکړو."
کاجا کالاس د سولې په بهیر کې د روسیې د نه همکارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه، په تېره بیا وروسته له هغه چې اوکراین درې اوونۍ مخکې له مشروط اوربند سره موافقه وکړه.
کالاس د قوي اقدام اړتیا په ګوته کولو سره پوښتنه وکړه، چې اروپا څنګه کولی شي د جګړې پای ته رسولو لپاره پر روسیې ډېر فشار راوړي.؟
کالاس د جګړې د درولو لپاره په نړۍوالو هڅو کې د امریکا د رول پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغې وویل: "زه فکر کوم چې موږ هم رول لرو چې په روسیه باندې نور فشار راوړو چې دا جګړه ودروي."
په دې خبرو کې د اروپا د ډله ییزې دفاع پر پیاوړتیا هم خبرې وشوې او د مخ پر زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د یووالي پر اهمیت ټینګار وشو.