بریتانیا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوالو تعرفو لګولو پلانونو ته منتظره ده، چې اټکل کیږي لندن به ترې اغیزمن شي.
د بریتانیا د لومړي وزیر کییر سټارمر ویاند وویل چې حکومت د ټولو احتمالي حالاتو لپاره چمتو دی.
د بریتانیا او امریکا ترمنځ خبرې اترې د اقتصادي تړون د نوي کولو لپاره روانې دي چې د تعرفو مخه ونیول شي. دا خبرې به له چارشنبې وروسته هم دوام ولري، چې د ټرمپ د نړیوالو تعرفو د اعلانولو نیټه ده.
ویاند وویل: «موږ د ټرمپ له متوقع اعلان مخکې په فعاله توګه د ټولو احتمالي حالاتو لپاره چمتووالی نیولی دی».
ټرمپ د اپریل پر دویمه نېټه د «ازادۍ ورځې» په توګه نوې تعرفې اعلانولو ته تیاری لري، چې د الماس، فولادواو موټرو په اړه تعرفې به پکې شاملې وي او همدارنګه له چین څخه به د ټولو توکو لپاره تعرفې زیاتې شي.
د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر وویل چې نوموړي له ټرمپ سره تیره یکشنبه یو «ګټور» ټیلیفوني تماس درلود، چې هدف یې د تعرفو د مخنیوي لپاره خبرې کول و.
د بریتانیا د وزیرانو له قوله، دوی په هر ډول ځواب ورکولو کې اختیار لري، خو د امریکا پر وړاندې د ځواب د بیړني اقدام احتمال کم دی، ځکه دوی استدلال کوي چې تجارتي جګړه د نړیوال اقتصادي پرمختګ لپاره زیانناکه ده.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د بریتانیا د بودجې څارونکي دفتر (OBR) وویل چې د امریکا د تعرفو لوړول به د بریتانیا اقتصادي فعالیت ته زیان ورسوي او د حکومت مالي ذخیره به تقریباً له منځه یوسي.