مارکو روبیو: تر هغه چې ټول امریکایان د طالبانو له زندان نه ازاد نه وي ارام نه کښېنو

۸ ساعتونه مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې متحده ایالات خوښ دي چې في هال، د طالبانو له بنده ازاده شوې امریکایۍ وګړې بېرته خپل کور ته ستنوي.

روبیو وویل چې د ډونالد ټرمپ ژمنتیا د امریکایي ولس لپاره روښانه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، « موږ به تر هغه ارام و نه کړو، څو ټول امریکایان چې په افغانستان کې نیول شوي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یرغمل شوي دي، بېرته خپلو کورونو ته ستانه نه شي».

یوه امریکایۍ وګړې في هال، د شنبې په ورځ د کب پر نهمه د طالبانو له بنده په کابل کې خوشې شوه.

مېرمن هال، چې له ازادۍ وروسته یې یوه ویډیويي پیغام کې خبرې کولې، وویل چې د طالبانو په زندان کې ښځو ترې پوښتنې کولې، « ټرمپ به کله بېرته راشي؟».

نوموړې زیاته کړه چې د طالبانو په زندانونو کې ښځې ټرمپ ته د ژغورونکي (ناجي) په سترګه ګوري. هغې ټرمپ ته په خطاب کې وویل، « هغوی واقعاً تاسې ته د یوه ناجي په سترګه ګوري او ستاسې انتظار باسي چې راشئ او هغوی ازادې کړئ».

في هال شاوخوا دوه میاشتې مخکې په بامیان ولایت کې طالبانو نیولې وه. له هغې سره یوه زړه برېتانیايۍ جوړه او د هغوی افغان ژباړن هم و. طالبانو تر اوسه د دې دریو کسانو ازادولو ته غاړه نه ده ایښې.

دا څلورم امریکایی وګړی دی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له زندانه ازادېږي.

تر دې وړاندې رایان کوربت، ویلیام مک‌کنتي او جورج ګلزمن هم د طالبانو له بنده خوشې شوي وو. رایان کوربت او ویلیام مک‌کنتي د جو بایډن د ولسمشرۍ د وروستیو ورځو په جریان کې امریکا له یوه طالب زنداني سره تبادله کړي وو.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې د طالبانو په زندانونو کې څومره امریکایي وګړي بندي دي.

محمودشاه حبیبي، چې افغان الاصله امریکایي وګړی دی، د طالبانو له‌خوا یو بل یرغمل دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دې وروستیو ورځو کې د محمودشاه حبیبي او نورو امریکایي یرغمل شویو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نور خبرونه

رادیو