د روسیې لویې څارنوالۍ ددغه هېواد له سترې محکمې غوښتنه کړې چې پرطالبانو د بندیز لغو کولو موضوع وڅېړي.
دا غوښتنه سترې محکمې ته وړاندې شوې او د انټرفاکس د رپوټ له مخې، محکمې دا عریضه د څېړنې لپاره منلې ده.
د روسیې ستره محکمه به د اپرېل پر۱۷مه د لویې څارنوالۍ دا غوښتنه تر بحث لاندې ونیسي. طالبان په ۲۰۰۳ کال کې د روسیې له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوي وو.
تېر کال د روسیې د دولت دوما یو قانون تصویب کړ چې د بندیزونو د لنډمهالي لرې کولو امکان برابروي.
د دغه سند له مخې، د هغو سازمانونو پر فعالیت بندیز، چې د ترهګرې ډلې په توګه ثبت شوي، د محکمې له پرېکړې سره سم موقتي ځنډېدلای شي. دا پرېکړه باید د روسیې د لوی څارنوال یا د هغه د مرستیال له خوا وړاندیز شي او باید شواهد وړاندې شي چې دا سازمان نور له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.
د۲۰۲۴ کال په مې کې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو رپوټ وړاندې کړ، چې له تور نوملړه د طالبانو د نوم لرې کولو اړتیا پکې توجیه شوې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وویل چې دا پرېکړه د عملي اړتیاوو له مخې شوې ده.
که څه هم روسیه لا هم طالبان په رسمیت نه پېژني، خو مسکو ورسره اړیکې ساتي، تجارت پراخوي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.
پوتین طالبان خپل « متحدین» بللي او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغوی «معقول خلک» یاد کړي دي.