د فرانسې خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د میانمار د پوځي حکومت له قوله راپور ورکړ، چې د میانمار د زلزلې د قربانیانو شمېر دوه زره او ۵۶ تنو ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، ښایي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي، ځکه چې د دې هېواد له ډېرو سیمو سره د اړیکو لارې بشپړې پرې شوې دي.
په راپور کې همداراز راغلي، چې په دې پېښه کې شاوخوا ۲۰۰ بودایي راهبان د یوې ویجاړې شوې صومعې لاندې تر خاورو لاندې شوې دي.
د فرانسې خبري اژانس په خپل راپور کې زیاته کړې ده، چې د دغې زلزلې پرمهال پنځوس ماشومان هغه وخت ووژل شول، چې د هغوی د وړکتون ټولګی راونړید.
دا په داسې حال کې ده، چې کابو اووه سوه مسلمانان بیا د روژې د میاشتې په ترڅ کې د لمانځه پر مهال په جوماتونو کې وژل شوي دي.
د نړۍوالو رسنیو پربنسټ، د میانمار په دویم لوی ښار ماندالي او ځینو نورو ښارونو کې تر ټولو ډېرې ودانۍ له منځه تللي دي.
میانمار درې ورځې وړاندې د مرستو غوښتنه کړې وه او تر اوسه د هند، چین، ټایلېنډ، مالیزیا، سینګاپور او روسیې دغه هېواد ته بشري مرستې او ژغورونکې ډلې لېږلې دي.
د میانمار ۵۵ میلیوني هېواد د پلونو، سړکونو، هوايي ډګرونو او پټلیو ډېرې مهمې زېربناوې د یادې زلزلې له امله ویجاړې شوې دي.
د میانمار په مرکزي سیمو کې د ۷.۷ درجې زلزله چې د زرګونو کسانو د مرګژوبلې لامل شوی دی، د دې هېواد بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
زلزلې ګڼ شمېر ودانۍ لکه معابد، ښوونځي او جوماتونه نړولي دي.