د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که ایران له مذاکراتو ډډه وکړي، له سختې پایلې سره به مخ شي.
د نوموړې په خبره: «امریکا به له داسې ګزینو کار واخلي چې د ایران لپاره به ډېرې بدې پایلې ولري.»
بروس د مسعود پزشکیان د وروستیو څرګندونو په غبرګون وویل: «ټرمپ له ایران سره د مذاکراتو لپاره روښانه لېوالتیا وښوده، خو که د ایران حکومت هوکړې ته چمتو نه وي نو له نورو ګزینو به کار واخیستل شي.»
پزشکیان تر دې وړاندې ویلي و، چې تهران له واشګټن سره د غیر مستقیمو مذاکراتو لپاره چمتو دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې ټرمپ په صراحت سره اعلان کړی، چې ایران باید اټومي وسلو ته لاسزسی پیدا نکړي.
دغه راز مارکو روبیو هم ټینګار کړی، چې د ټرمپ د واکمنۍ پرمهال به د ایران د اټومي پروګرام په نوم هېڅ هم نه وي.
ټامي بروس زیاته کړه: «په ټوله نړۍ کې د ایران چلند د امریکا ګټې ګواښي، نو له همدې امله ولسمشر ټرمپ بیا ځلې فشارونه پیل کړي دي.»
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اېن بي سي نیوز شبکې سره په یوې مرکه کې خبرداری ورکړ، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه موافقه ونه کړي نو بمبار به شي.
د امریکا ولسمشر وویل، دا بمباري به داسې وي چې دوی به مخکې هېڅکله لیدلې نه وي.
ټرمپ مخکې د ایران اسلامي جمهوریت رهبر ته یو لیک لیکلی و.
تهران وايي، چې د عمان له لارې یې د ټرمپ لیک ته ځواب ورکړی دی.
د اکسیوس خبري سایټ د یوه امریکایي چارواکي او دوو باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې خامنه ای ته د ټرمپ لیک سخت و او د نوي اټومي تړون لپاره یې دوه میاشتې ضرب الاجل هم شامل و.