د میانمار رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د جمعې په ورځ د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر «۶۹۴ تنو رسېدلی او ۱۶۷۰ نور ژوبل» شوي دي.
بلخوا پر زلزله ځپلو یوې څارونکې امریکايي ادارې خبرداری ورکړی چې ښايي د مړو شمېر له زر تنو هم لوړ شي.
د یاد هېواد د پوځ یوه قوماندان هم تایید کړې، چې د مړو شمېر نږدې ۷۰۰ تنو ته رسېدلی او یادونه یې کړې، چې لا هم ژغورونکي ډلې هڅه کوي، څو تر نړېدلو ودانیو لاندې شوي کسان راوباسي.
د معلوماتو له مخې د لومړنۍ زلزلې شدت ۷.۷ و. د زلزلې پېژندنې ملي مرکز (NCS) ویلي، په دغه هېواد کې دویمه زلزله هم شوې، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۴.۲ و او لس کیلومتره ژوره وه.
د شبنې په سهار په افغانستان کې هم د ۴.۷ درجې زلزله شوې چې ۱۸۰ کیلومتره ژوره وه، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې یا زیانونو په تړاو کوم څه نه دي ویل شوي.
همدا راز تېره ورځ په تایلنډ کې هم زلزلې خلکو ته درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.
په یاد هېواد کې هم ځینې اسمان څکې ودانۍ د زلزلې له امله نړیدلي دي. په دواړو هېوادونو کې ژغورونکي ډلې لا هم د ژغورنې ځانګړې عملیات کوي او د سلګونه کسانو د ژغورلو خبر یې ورکړی دی.