د غزې روغتیا وزارت: اسراییل په غزه کې د اوربند له ماتولو وروسته نږدې ۹۰۰ کسان وژلي دي

AP ۱۴۰۴ وری ۹

د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې، په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي، له هغې وروسته چې اسراییل د روان کال د مارچ په ۱۸ مه، له حماس ډلې سره اوریند مات کړ، په دغې سیمه کې د بریدونو په پایله کې ۸۹۶ کسان وژل شوي او ۱۹۸۴ نور ټپیان شوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی، چې په زرګونو فلسطینیان په غزه کې له سختې لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، ځکه چې د اسراییل د محاصرې له امله له درېیو اونیو راهیسې دغې سیمې ته د بشري مرستو او خوراکي توکو د ننوتلو مخه نیول شوې ده.

د غزې روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسراییل په جګړه کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۵۰ زره ۲۰۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳۹۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د حکومتي رسنیو دفتر، د اسراییل په بریدونو کې د مړو شویو شمېره له ۶۱۷۰۰ څخه پورته ښودلی او زیاته کړې یې ده چې لا هم له خاورو لاندې په زرګونه فلسطینیان لادرکه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د غزې په شمال کې خلکو یوه ناڅاپي لاریون وکړ او د حماس سخت دریځې ډلې پر ضد یې شعارونه ورکړل، دغو لاریونوالو له اسراییل سره د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د عيني شاهدانو له قوله وایي، چي مظاهره چيان چي زياتره يې نارينه وو، په بيت لاهيه کي د «حماس بايد ولاړه شي» شعارونه ورکول.

د یادولو وړ ده، چې د غزې خلک، لږترلږه په عامه توګه، اسراییل د ډیرو مرګونو، ویجاړیو او قحطۍ لپاره مسوول بولي چې جګړه یې تعقیب کړې.

خو ځینې بیا حماس هم پړه بولي، ځکه دغې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې وتښتول چې د روانې جګړې سبب شو.

نور خبرونه

رادیو