د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، ایران ته یې مشوره داده، چې په جګړه له قمار وهلو څخه ځان وساتي.
هغه وايي، که ایران خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي، دا به یوه غوره ټاکنه وي.
خلیلزاد د ایران په دولتي رسنیو کې د ځمکې لاندې د توغندیو د یوې لویې اډې ویډیو خپرولو ته په اشارې سره په خواله رسنۍ ایکس لیکلي، ایران د دې ویډیو په خپرولو سره غواړي ولسمشر ټرمپ ته وښایي، چې له دغه هېواد سره جګړه به بدې پایلې ولري.
د هغه په خبره، ایران ځکه دغه کار کړی، چې وښيي دوی د امریکا له برید سره د مخامخ کېدو وړتیا لري، او لا هم د لیرې او نږدو موخو په نښه کولو توان لري.
زلمی خلیلزاد زیاتوي، چې ایا د ایران نظامي او کنټرولونکې رهبري به له برید څخه ژوندي پاتې شي؟ چې د موخو په نښه لپاره پرېکړه وکړي او غچ واخلي.
ښاغلي خلیلزاد کاږي، «زه ډاډه یم چې د متحده ایالاتو د جګړې پلان جوړونکو به دا او داسې نورې سناریوګانې ارزوي او په پام کې به یې ونیسي.»
د امریکا پخوانی استازی، دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس بېزنس سره په مرکه کې وویل، چې له تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره د جګړې پر ځای خبرې غوره بولي.
نوموړي وویل: «بل غوراوی دا دی، چې باید په دې برخه کې یو ګام پورته کړو، ځکه ایران باید اټومي وسلې ونه لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پېټ هیګسټ څو ورځې وړاندې له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې ایران به د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال اټومي وسله ترلاسه نه کړي.
هغه زیاته کړې، چې ټرمپ د ایران سره د اټومي پروګرام د درولو په تړاو د خبرو اترو پر ځای یوه بله حل لارهم غوره بولي.
بل خوا بیا د ایران جمهوري اسلامي ستر مشر علي خامنهيي وایي، چې له ایران سره د خبرو اترو لپاره د ټرمپ خبرې «د عامه ذهنیت غلطول» دي.
هغه د تېرې چهارشنبې په ورځ یو شمېر زدهکړیالانو ته په خبرو کې وویل، چې د پوځي انتخاب کارولو په برخه کې د ډونالډ ټرمپ ګواښ «غیر عاقلانه» دی او خبرداری یې ورکړ، چې هر غلط اقدام چې امریکا وکړي د ایران له غوڅ غبرګون سره به مخ شي.