مارکو روبیو: د یوسایډ لاسته راوړنې ډېرې کمې او لګښتونه یې زیات وو

AP ۱۴۰۴ وری ۸

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د امریکا د پراختیایي مرستو ادارې (یوسایډ) په اړه ویلي چې خپل اصلي ماموریت یې پرې ایښی وو او د لاسته راوړنو پر ځای یې لګښتونه خورا لوړ وو. روبیو زیاته کړې چې د دوی بشري پروګرامونه به دوام ولري.

د امریکا د پراختیایي مرستو ادارې باندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه سلاکار ایلن ماسک هم سختې نیوکې کړي او ددغه ادارې کارونه یې بې اغیزې او له فساد څخه ډکې یادې کړي دي.

که څه هم خلک اندېښنه لري چې د یوسایډ بندېدل به په ټوله نړۍ کې زیان رسوونکې اغېزې ولري خو د ټرمپ ادارې په کلکه د دغه دفتر د بندلو او یا محدودلو هڅې شروع کړي دي.

مارکو روبیو پر اېکس د یوسایډ په اړه لیکلي: «په سمه توګه ترسره شوې بهرنۍ مرستې کولی شي زموږ ملي ګټې پرمخ بوځي، زموږ پولې خوندي کړي او زموږ د مهمو متحدینو سره ملګرتیا پیاوړې کړي. له بده مرغه، یوسایډ ډیر وخت دمخه له خپل اصلي ماموریت څخه ګرځېدلی وو. په پایله کې، لاسته راوړنې ډیرې کمې وې او لګښتونه یې ډېر لوړ وو.»

روبیو پر اېکس له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ددغې ادارې د بندېدو په تړاو مننه کړې او ویلي یې دي چې د مالي پلوه غیر مسولانه دوره اوس پای ته رسیدلې ده.

د نوموړي په وینا: «موږ خپل د بهرنیو مرستو پروګرامونه بیا تنظیموو ترڅو په مستقیم ډول د هغه څه سره سمون ولري چې د متحده ایالاتو او زموږ د اتباعو لپاره غوره دي.»

مارکو روبیو همدا راز ویلي چې زموږ د ژوند ژغورنې اړین پروګرامونه دوام لري او هغه ستراتیژیکې پانګونې کوو چې زموږ شریکان او زموږ خپل هېواد پیاوړی کوي.

د امریکا له لوري پر بشري مرستو محدودیت زیات شمېر هېوادنو کې اندېښنې راولاړې کړي او ددغه ادارې په مرسته پېل شوي کارونه یې په ټپه درولي، همدا راز د دغو مرستو محدودل په افغانستان کې د لسګونو مرستندویه بنسټونو د فعالیت د درېدلو لامل شوي، دغه مرستې تر ډېره د امریکا د پرختیایي ادارې (یوسایډ) او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا ترسره کېدلې.

نور خبرونه

رادیو