د اسراییل د بریدونو دوام؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۴ وری ۸

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییل پر فلسطین بریدونو ته دوام ورکړی چې په ترڅ کې یې ۴۸ تنه وژل شوي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسراییل د جګړې له پیله تر اوسه څه باندې ۵۰ زره فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۱۱۴ زره نور بیا ژوبل شوي دي. 

د راپور له مخې اسراییل نن سهار وختي هم د غزې ښار په زیتون سیمه کې د تازه هوايي بریدونو له کبله ۸ تنه وژلي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

په تېرو څلرویشت ساعتونو کې بیا په غزې او بېلابېلو نورو سیمو هم بریدونه شوي چې له کبله یې نږدې ۴۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

بلخوا د غزې د حکومت رسنیو دفتر وايي، د وژل شویو کسانو شمېر ۶۱,۷۰۰ ته رسېدلی او زرګونه نور لا هم د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي چې د مړینې وېره یې شته.

له بلې خوا د لبنان د روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اسراییل په تازه بریدونو کې شپږ لبنانیان هم وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی چې په غزه کې زرګونه فلسطینیان له سختې لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو اداره (UNRWA) بیا وايي، چې له درې اوونیو راهیسې هیڅ بشري مرسته د غزې تړانګې ته نه ده رسېدلې.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر اوچا په خپل تازه راپور کې ښکاره کړې چې د مارچ له ۱۸مې تر ۲۵مې پورې ۷۹۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱,۶۳۳ نور ژوبل دي.

همداراز د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې ۱۴۲,۰۰۰ فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د موقتي سرپناوو ځایونه یې هم زیانمن شوي دي.

ملګري ملتونه زیاتوي، چې یوازې په تېره اوونۍ کې ۸ نور مرسته رسوونکي او رضا کاران هم وژل شوي چې له دې سره د جګړې له پیله د بشري کارکوونکو د وژل کېدو شمېر ۳۹۹ ته رسېدلی.

په ورته وخت کې اسراییل د بشري مرستو ټولې لارې تړلي او د بشري ادارو له خوا د همغږۍ غوښتنې یې رد کړې دي.

برېټانیا او فرانسې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې ناستې غوښتنه کړې، څو د غزې د بشري وضعیت او د مرستندویانو د خوندیتوب موضوع وڅېړي. د برېټانیا د استازولۍ لخوا د خواله رسنیو اېکس شبکې په پوسټ کې راغلي: «مرستندویان نور نشي کولای چې په غزه کې فعالیت وکړي او تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو یوه ودانۍ هم د برید هدف وګرځېده. دا حالت او عمل موږ ته د منلو وړ نه دی».

نور خبرونه

رادیو