پوتین: په اوکراین کې دې موقت حکومت جوړ او ټاکنې دې وشي

AP ۱۴۰۴ وری ۸

روسي رسنۍ وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتنه کړې چې په اوکراین کې دې د سولې خبرو اترو تر پیل مخکې موقت حکومت جوړ شي.

پوتین وړاندیز کړی، چې واک دې یوې موقتي ادارې ته وسپارل شي، ترڅو ټاکنې وشي او یو قوي حکومت جوړ شي.

پوتین دا خبرې د جمعې په ورځ (وري ۸مه) د روسیې د سمندري ځواکونو له سرتېرو سره د شمالي مورمانسک په بندر کې وکړې. هغه وویل: «په اصل کې یو موقت حکومت د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپایي هېوادونو او زموږ د شریکانو تر څار لاندې جوړېدای شي.»

هغه زیاته کړې، چې د کېیف اداره موقتي کول به دا زمینه برابره کړي چې «یوه ډېموکراټیکه ټاکنه وشي، یو قوي حکومت واک ته ورسېږي چې د خلکو باور ترلاسه کړي او بیا ورسره د سولې تړون لپاره خبرې وشي.»

پوتین دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې هغه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي حکومت قانوني نه ګڼي.

د پوتین په وینا، د زیلنسکي د واک دوره د ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې پای ته رسېدلې او له هماغه مودې وروسته هغه «په غیرقانوني ډول حکومت کوي.»

د روسیې ولسمشر خپلو سمندري ځواکونو ته دا هم وویل، چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ «په صادقانه ډول غواړي د اوکراین جګړه ختمه کړي او له روسیې سره اړیکې ښې کړي.»

امریکا په دې وروستیو کې د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره هڅې زیاتې کړي او هڅه کوي، څو دواړه لوري اوربند ته غاړه کېږدي.

تر اوسه پورې څو ځله د روسیې او امریکا لوړپوړي چارواکي او همدارنګه د روسیې او اوکراین استازو په سعودي عربستان کې سره لیدلي دي.

تر وروستۍ لیدنې وروسته امریکا اعلان وکړ، چې د روسیې او اوکراین استازي په سعودي عربستان کې یوې هوکړې ته سره رسیدلي، چې له مخې به یې په تور سمندرګي کې د کښتیو تګ راتګ ته لارې چارې برابرې شي.

نور خبرونه

رادیو