د ایران د پارلمان مشر وايي، د واشنګټن د برید په ځواب کې به امریکایي اډې په نښه کړي

AP ۱۴۰۴ وری ۸

د ایران د پارلمان مشر وايي، که د نوي اټومي تړون نه کېدو په صورت کې واشنګټن پر ایران برید وکړي، تهران به هم په سیمه کې پر امریکايي اډو حمله وکړي.

د امریکا ولسمشر د ورانې میاشتې لومړیو کې وویل، د ایران د حکومت مذهبي مشر ته یې لیک کې ویلي، که نوی اټوي تړون ونه شي، پوځي لار هم شته.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد قالیباپ د جمعې په ورځ د ټرمپ خبرداري ته په اشاره وویل، «که له غرب سره اټومي تړون ونه شي او امریکا پر ایران برید وکړي، ټوله سیمه به لکه د مهماتو په امبار کې د اور د سپرغۍ په څېر لمبه شي.»

د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي د قدرس ورځې په غونډه کې زیاته کړه، «د امریکا اډې او ملګري به یې په امن نه وي.»

تر دې مخکې د ایران مذهبي مشر هم د ټرمپ لیک چلوټه بللې وه او زیاته کړې یې وه، چې دوی د خپلې خوښې تړون غواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د پنجشنبې په ورځ وویل، چې که واشنګټن خپل اعظمي فشار پالیسي کې بدلون را نه ولي، نو دا تړون ناشونی دی.

هغه زیاته کړه چې د ټرمپ د لیک «مناسب ځواب» یې د عمان له لارې واشنګټن ته لېږلی دی.

ایراني رسنیو د ښاغلي عرقچي له قوله د جمعې په ورځ لیکلي، چې که څه هم د ډونلډ ټرمپ لیک له ګواښ ډک و، خو بیا یې هم ډیپلوماسي ته لار پرانیسته.

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په واکمنۍ کې پر ۲۰۱۵ کال د ایران او شپږو قدرتونو اټومي تړون شوی و، خو ډونلډ ټرمپ په خپله لومړنۍ واکمنۍ کې له دې تړون امریکا و اېستله او په ځواب کې یې ایران هم د یورانیم بډایولو اندازه زیاته کړه.

نور خبرونه

رادیو