د سوډان پوځ له نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو نه خرطوم په بشپړه توګه ونیو

AP ۱۴۰۴ وری ۸

د سوډان پوځ له نږدې دوه کلنې کورنۍ جګړې وروسته د پلازمینې خرطوم بشپړ کنټرول بیرته ترلاسه کړ، او د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو (ار ایس ایف) پر وړاندې یې د یوې اونۍ اوږد برید پای ته ورساوه.

د سوډان د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح البرهان د مارچ په ۲۶ خرطوم ته په بریالیتوب راستون شو او له چورلکې ښکته کېدو سره یې د خرطوم خاوره ښکل کړه.

د سوډان یو څیړونکی او کارپوه مارک لاورګن وايي، د خرطوم نیول په شخړه کې د یو بدلون ټکی په ګوته کوي چې په ښکاره ډول د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو بې کفایتي ښیې چې د دوی لخوا نیول شوې سیمې یې اداره نکړی شوې.

په سوډان کې د واک خونړۍ جګړې لسګونه زره کسان ووژل او له لس میلیون څخه ډیر بې ځایه شول.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ار ایس ایف ځواکونه له خرطوم په شاه شول او د سوډان پوځ د پلازمینې واک په خپلو لاسونو کې واخیست.

یاده دې وي چې نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو په ۲۰۲۳ کې د سوډان پوځ ته ستره ماتې ورکړه او د دغه هېواد پلازمېنه یې ونیوله، له اوږده ځنډ وروسته د جنرال البرهان په مشرۍ د ددغه هېواد پوځ وتوانېد چې خرطون بېرته د ار ایس ایف له ځواکونو په بشپړه توګه ونیسي.

نور خبرونه

رادیو