ټرمپ ته د سومالیا ولسمشر لیک: غواړم د خپل هېواد څو هوايي اډې په واک کې درکړم

AP ۱۴۰۴ وری ۸

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سومالیا ولسمشر حسن شېخ محمود د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک لیکلي، هېواد یې چمتو دی چې متحده‌ایالاتو ته د څو ستراتیژیکو هوايي اډو او بندرونو واک وسپاري.

محمود د امریکا ولسمشر ته دا لیک د روانې مارچ میاشتې په۱۶مه لیکلی چې په‌کې بالدوګول او بېربرا هوایي اډې، همداراز بېربرا او بوساسو بندرونه هغه ستراتیژیکي سیمې دي چې نوموړی غواړي واک یې متحده‌ایالاتو ورکړي.

د رویټرز اژانس په راپور کې راغلي چې دغه اډې او بندرونه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله کولای شي په دې حساسو سیمو کې متحده‌ایالاتو ته چټک فرصت په لاس کې ورکړي او ورته مهال په دې حیاتي دهلیز کې د بهرنیو سیالانو او مخالفانو د حضور مخه ونیسي.

د بېربرا بندر او هوايي اډه چې په جلا شوې «سومالي‌لېنډ» سیمه کې موقعیت لري، ځانګړې پاملرنه ځانته اړولې ده.

د یادونې ده چې له سومالیا څخه دغه جلا شوې سیمه ځان یو خپلواک او ډېموکراتیک هېواد بولي، خو د دغه هېواد د مرکزي دولت له‌خوا په رسمیت نه‌پېژندل کېږي.

بل‌خوا د سومالي‌لېنډ د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمن طاهر عدن د سومالیا ولسمشر د دغه وړاندیز په غبرګون کې ویلي چې متحده‌ایالات نور د سومالیا پر فاسد رژیم باور نه‌کوي او اوس چمتو دی له سومالي‌لېنډ سره کار وکړي.

د سومالیا الشباب او په سیمه کې د نورو وسله‌والو او افراطي ډلو ګواښونو، امریکا متحده‌ایالات دې اړ کړې چې په افریقا کې د پوځي او هوايي اډو په لټه شي.

دا وړاندیز داسې مهال کېږي چې امریکا متحده‌ایالات په دې وروستیو کلونو کې هڅه کوي په افریقا کې خپل رول پیاوړی کړي.

نور خبرونه

رادیو