د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په سور سمندرګي کې د یوه اوبتل د ډوبېدو له امله شپږ روسي سیلانیان مړه او ۳۹ نور ژغورل شوي دي.
رویټرز زیاتوي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۲۷مه) په مصر کې د «الدهب»سیاحتي سیمه ته څېرمه رامنځته شوې ده.
نوموړې خبري اژانس د مصر والي دفتر په حواله ویلي چې ټوله ژغورل شوې سپرلۍ په سیمه کې هوټلونو او روغتونونو ته لیږدول شوې او په وینا یې، هېڅوک نادرک شوي نهدي.
د راپور لهمخې، ډوب شوی اوبتل «سندباد» نومېده او پهکې ۵۰ کسان ناست وو چې ۴۵ یې د روسیې، هند، ناروې او سویډن په ګډون د بېلابېلو هېوادونو وګړي یاد شوي دي.
همداراز پنځه نور یې بیا د دغه اوبتل مصري پرسونل یاد شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د اوبتل ډېری سپرلۍ ژغورل شوې چې تر جدي درملنې لاندې ده.
دا اوبتل په ځانګړي ډول ډیزاین شوی و چې مسافر وکولای شي د دغه اوبتل د لویو کړکیو له لارې په سور سمندرګي کې د اوبو لاندې د طبیعت ښکلاوې وویني.
دغه اوبتل کولای شول تر ۲۵ مترو د اوبو تل ته کښته شي او سیلانیانو ته یې د سیمې د مرجانونو او پهزړه پورې سمندري موجوداتو د لیدو زمینه برابروله.
له دې مخکې د ۲۰۲۳ په جون میاشت کې د ټایټان په نوم اوبتل د ټایټانیک د پاتې شونو ټوتو د لیدو لپاره په اطلس سمندرګي کې د ځمکې تل ته کښته شو چې د اکیسجن د کمښت له امله وچاودېد او پهکې سپاره شپږ کسان مړه شول.