د بلوڅو ازادۍ غوښتونکو له بریدونو وروسته پاکستان د بلوچستان او په ځانګړې توګه بولان کې پر لویو لارو تګ محدود کړ.
د بلوچستان داخله چارو ادارې د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې هېڅوک نشي کولی د بلوچستان لویو لارو باندې د ماښام له ۶ بجو تر سهار ۶ بجو سفر وکړي.
د بلوچستان ځايي حکومت مرستیال کمیشنر په دې اړه یو خبرتیا هم خپره کړې ده، چې پکې ویل شوي، د بلوچستان کاچي، ژوب، ګوادر، نوشکۍ او موسا خیل په لویو لارو کې د ماښام له ۶ بجو د سهار تر ۶ بجو تګ منع دی.
دا پریکړه په داسې حال کې کیږي، چې په دې وروستیو کې د بلوچستان په لویو لارو کې امنیتي وضعیت خراب شوی او د بریدونو راپورونه ورکړل شوي.
تېره ورځ هم د مستونګ په لویه لاره کې د بلوچستان نېشنل ګوند مینګل یوې غونډې ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړه.
دا برید څو ورځې وروسته له هغې کېږي، چې وسلوالو تېره اوونۍ په کلات او نوشکۍ کې لږ تر لږه اته کسان ووژل چې څلور کارګران او څلور پولیس وو.
د ورځو په تېرېدو سره په بلوچستان کې د پاکستان امنیتي سیمې له لاسه ورکویي او بلوڅ ازادۍ غوښتونکي سیمې په خپل کنټرول کې راولي.
بلوڅ ازادي غوښتونکو د روانې میاشتې په ترڅ کې د پاکستاني پوځیانو پر کتارونو درانه وسلهوال بریدونه کړي دي.
روانه میاشت پاکستاني پوځیانو ته خونړۍ هغه بلل کېږي، چې د جعفر اېکسپرېس په څېر ډلهییز برید هم پکې شامل و.
بلوڅ بېلتون پالو ادعا کړې وه، چې د یاد برید پر مهال یې د پاکستان د امنیتي ادارو ۳۰۰برمته کړي کارکوونکي او سرتېري وژلي دي