ایران له امریکا سره د بیاځلي اټومي مذاکراتو لپاره چمتووالی وښود

AP ۱۴۰۴ وری ۷

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي په حواله راپور ورکړی چې تهران د عمان له لارې د امریکا متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیک ځواب استولی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې تهران یو وار بیا خپل دریځ څرګند کړی چې تر فشار لاندې مستقیم مذاکرات نه کوي او په وينا یې له متحده‌ایالاتو سره غېرمستقیمو مذاکراتو ته چمتو دی.

د هغه په وینا، له ایران سره به هېڅ ډول فشار یا ګواښ د مذاکراتو لامل نه‌شي کېدای او یوازې د رغنده ډېپلوماسۍ لپاره باید لازم شرایط برابر شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي ایرنا خبري اژانس ته ویلي: «دا رسمي ځواب په یوه لیک کې شامل دی چې زموږ د اوسني وضعیت او ښاغلي ټرمپ د لیک په هکله د ایران نظرونه په بشپړ وضاحت سره بیان شوي او مقابل لوري ته رسول شوي دي.»

نوموړي همداراز، د دغه لیک د محتوا یا د هغو ټکو په تړاو چې د ډونالډ ټرمپ د لیک په ځواب کې د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار څرګندوي، ډېر وضاحت نه‌دی ورکړی.

تهران دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې مخکې د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس‌بېزنېس سره په یوې مرکه کې ویلي و چې نوموړي د ایران حکومت مذهبي مشر علي خامنه‌يي ته یې د اټومي هوکړې په تړاو لیک استولی دی.

د یادونې ده چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ته د ډونالډ ټرمپ د لیک تر خبر مخکې بلومبرګ راپور ورکړی و چې ټرمپ د روسیې له ولسمشر پوتین سره په وروستیو ټلیفوني خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مسکو د منځګړي‌توب غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو