د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د چهارشنبې په ورځ وویل چې کاناډا به ډېر ژر د هغو نویو تعرفو په اړه غبرګون وښيي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د وارداتي وسایطو لپاره اعلان شوې دي او ښایي د امریکا پروړاندې د متقابلو اقداماتو پرېکړه وکړي.
کارني د ټرمپ دا اقدام “مستقیم برید” وباله او خبریالانو ته یې وویل چې د ځواب د پرېکړې لپاره به د پنجشنبې په ورځ د لوړې کچې د کابینې غونډه راوبولي.
هغه د انټارینو ایالت په کیچینر ښار کې وویل: «موږ به د خپلو کارګرانو دفاع وکړو، موږ به د خپلو کمپنیو دفاع وکړو، موږ به د خپل هېواد دفاع وکړو او موږ به یې په ګډه دفاع کوو.»
دا تعرفې داسې ښکاري چې د شمالي امریکا د موټرو صنعت ته ډېر زیان ورسوي.
کاناډا لا دمخه د متقابلو تعرفو یوه بسته اعلان کړې چې ټولټال ۱۵۵ مېلیارډ کاناډايي ډالر ارزښت لري او ویلي یې دي چې دا به په پړاوونو کې پلي کړي او دا دې پورې تړاو لري چې ټرمپ څه کوي.
کله چې ترې وپوښتل شول چې کاناډا به کله غبرګون وښيي، کارني وویل: “دا به ژر ترسره شي، موږ اپشنونه لرو. موږ کولی شو متقابلې تعرفې وضع کړو.”
خو هغه جزییات ور نه کړل.
له هغه وخته چې کارني د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه، دواړه مشران سره نه دي غږېدلي.
کارني وویل، چې د اونټاریو له اجراییه مسوول ډګ فورډ سره یې خبرې کړې دي.
فورډ له دې مخکې خبریالانو ته ویلي و: «موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې د امریکا خلکو ته تر امکان پورې ډېر زیان واړوو، پرته له دې چې د کاناډایانو ژوند ته زیان ورسوو.»
فورډ خبریالانو ته وویل، چې ژر به له نورو نهو ولایتونو سره د یو منظم غبرګون لپاره خبرې وکړي.
اونټاریو چې د کاناډا تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ایالت دی، د دې هېواد د موټرو صنعت مرکز ګڼل کېږي.
د کاناډا لومړی وزیر دا غبرګون په داسې حال کې ښيي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ساعته مخکې امریکا ته پر واردېدونکو موټرو یې د ۲۵ سلنې تعرفې اعلان وکړ.
ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه وویل: «دا وارداتي مالیات به “پر ټولو موټرو چې په متحده ایالاتو کې نه دي جوړ شوي تطبیق شي.»