د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې ویلي، چې پاکستان باید سمدلاسه د بلوڅانو د بشري حقونو مدافعین خوشې کړي او د سولهییزو لاریونوالو پر وړاندې دې ځپنه ودروي.
کارپوهانو ویلي:« موږ په تېرو څو میاشتو کې د بلوڅ فعالینو د ادعا شویو نیولو او جبري ورکېدو په اړه د مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو راپورونو څارو او په تېرو څو ورځو کې د تاوتریخوالي پېښو زموږ اندېښنې د پام وړ زیاتې کړې دي.»
کارپوهانو د بلوڅو یووالي غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د پولیسو لهخوا د زیاتېدونکو اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د ملګرو ملتونو لهخوا په دې اړه په خپور شوي راپور کې راغلي:« دغه اقدامات د ۲۰۲۵ کال (د مارچ په ۱۱مه) د بلوڅ بېلتون غوښتونکو لهخوا په یوه مسافر وړونکي اورګاډي له ترهګریز برید وروسته زیات شول.»
د ۲۰۲۵ کال (د مارچ په ۲۱مه) د کوټې پولیسو د بلوچستان پوهنتون مخې ته د بلوڅو یووالي غورځنګ په یوه سولهییز لاریون برید وکړ، چې د نیول شویو او جبري ورک شویو فعالینو د خوشې کولو غوښتنه یې کوله.
د راپورونو له مخې، په دغو تاوتریخوالو کې درې کسان په ډزو ووژل شول، ځیني کسان ټپیان شول او لسګونه نور د پولیسو لهخوا ونیول شول.
کارپوهانو وویل:« یو ځل بیا موږ د سولهییزو لاریونونو پر وړاندې د لومړي غبرګون په توګه د پوځي ځواک کارول ګورو. موږ (د مارچ ۱۱مې) ترهګریز برید غندو او د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوو؛ خو خپلسرې نیونې، جبري ورکېدل او د سولهییزو لاریونونو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اقدام دغه زیان نشي کمولی.»
په راپور کې راغلي، چې (د مارچ په ۲۲مه) سهار مهال پولیسو د بلوڅو یووالي غورځنک لاریون په نښه کړ او د دغه غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ په ګډون یې یوشمېر غړي له ځانه سره نامعلوم ځای ته یوړل.
د راپور له مخې، (د مارچ په ۲۴مه) پولیسو د دغه غورځنګ یوه بله غړې سامي دین بلوڅ د کراچۍ پریس کلب مخې ته ونیوله.
د ملکرو ملتونو کارپوهانو ویلي:« موږ د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ، سامي دین بلوڅ او د بشري حقونو د نورو مدافعینو د هوساینې په اړه خورا اندېښمن یو، چې د سولهییز اعتراض له امله نیول شوې دي.»
دغه کارپوهانو له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې سمدلاسه دې دوی خوشې کړي او د بشري حقونو د مدافعینو په وړاندې د ترهګرۍ ضد یا عامه خوندیتوب اقداماتو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې څخه ډډه وکړي.