الجزیره: په غزه کې د هرو ۴۵ دقیقو پرمهال یو ماشوم وژل کېږي

AP ۱۴۰۴ وری ۷

الجزیره خبري شبکه په یوه نوي څېړنیز راپور کې وايي، په غزه کې د هرو ۴۵دقیقو پرمهال یو ماشوم د اسراییلي پوځیانو له‌خوا وژل کېږي چې دا د تېرو ۵۳۵ ورځو په جریان کې هره ورځ په اوسط ډول د ۳۰ ماشومان وژنه ده.

د نوموړې شبکې په راپور کې راغلي، اسراییل پر غزې د ۲۰۲۳د اکټوبر له ۷مې راهیسې لږترلږه ۱۷ زره او ۴۰۰ ماشومان وژلي چې له دې جملې ۱۵ زره او ۶۰۰یې پېژندل شوي او د نورو یې تر اوسه لا هېڅ درک نه شته.

د دغې شبکې د راپور پر بنسټ، دا وحشتناک وضعیت څرګندوي چې په دې موده کې د غزې د ماشومانو ژوند په بشپړه توګه له‌منځه وړل شوی او په وینا یې، د ژوند له هر راز خوښیو څخه محروم شوي دي.

الجزیره په خپل راپور کې وايي، ډېر شمېر دغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د کورونو او ښوونځیو تر کنډوالو لاندې بې‌نومه خښ شوي او ان د هغوی لپاره هېڅ نوم یا د ژوند نښه نه‌ ده پاتې شوې.

همداراز، یو شمېرماشومان د ماشوم‌توب له ساده خوښیو څخه بې‌برخې شوي، ځکه چې په ډېر کم عمر کې د جګړې له کړاوونو او وېرې سره مخ شوي وو.

په راپور کې ویل شوي، دا داستان په غزه کې د رامنځته شوې غمیزې یوه کوچنۍ برخه ده، هغه سیمه چې ماشومان یې د لوبو او خوښیو پرځای یوازې د بې‌رحمه تاوتریخوالي شاهدان او قربانیان دي.

د یادونې ده، چې پرون د ماشومانو د خوندي‌توب نړۍوال بنسټ په یوه راپور کې ویلي و چې پر غزې د اسراييل د بیاځلې بریدونو په ترڅ کې یوازې تېره اوونۍ له ۲۷۰ څخه ډېر ماشومان وژل شوي دي.

په غزه کې د دغه بنسټ یوې مسوولې ریچل کومېنګز وویل: «ماشومان وژل کېږي، نړۍ خاموشه ده.نه مرسته شته، نه امنیت او نه راتلونکی.»

نور خبرونه

رادیو