په غزه کې یوازې تېره اوونۍ له ۲۷۰ ډېر ماشومان وژل شوي

AP ۱۴۰۴ وری ۶

د ماشومانو د خوندي‌توب نړۍوال بنسټ په یوه نوي راپور کې ویلي، چې پر غزې د اسراييل د بریدونو په ترڅ کې یوازې تېره اوونۍ له ۲۷۰ څخه ډېر ماشومان وژل شوي دي.

په غزه کې د دغه بنسټ یوې مسوولې ریچل کومېنګز د سې‌شنبې په ورځ (د مارچ ۲۵مه) وویل: «ماشومان وژل کېږي، نړۍ خاموشه ده.نه مرسته شته، نه امنیت او نه راتلونکی.»

څو ورځې مخکې په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې له ۵۰زرو څخه ډېر خلک وژل شوي او په وینا یې، نږدې دوه پر درېیمه برخه یې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

د دوه میاشتني لنډمهالي اوربند وروسته چې د غزې د ۱۸ میاشتنۍ جګړه یې څه‌ناڅه ارامه کړې وه، اسراییل د تېرې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ پر دغې سیمې یو ځل بیا پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي او د اوربند د سرغړونې دلیل یې د حماس له‌خوا د ټولو برمته‌شویو نه‌خوشې‌‌کېدل په ګوته کړی دی.

همداراز، د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې نږدې ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز څېړنه چې د غزې روغتیايي چارواکو له‌خوا چمتو شوې ښیې، چې د ۱۴ کسیزو کورنیو په ګډون له یو زرو ۲۰۰ څخه ډېرې کورنۍ په بشپړ ډول له‌منځه تللې دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې په دې معلوماتو کې ټول قربانیان نه‌شاملېږي، ځکه دغه وزارت اټکل کوي چې شاوخوا ۱۰ زره مړي لا هم تر خاورو لاندې دي.

په تېره جنورۍ میاشت کې د لېنسټ طبي مجلې له‌خوا خپره شوې ارزونه څرګندوي، چې د اټکل له‌مخې د غزې د جګړې په ترڅ کې د قربانیانو شمېر ښايي د رسمي شمېر په پرتله شاوخوا ۴۰ سلنه کم وي.

نور خبرونه

رادیو