رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوېلي کوریا د ځنګلونو اورلګېدنه د بادونو له امله پراخه شوې چې له امله یې د مړو شمېر ۱۸ ته لوړ شوی.
د سوېلي کوریا په سوېل ختیځ کې د ګڼو ځنګلونو د اورلګېدو له امله زرګونه اور وژونکي د پوځ په مرسته د اور وژنې لپاره ګومارل شوي دي.
د سوېلي کوریا حکومت وایي، چې اورلګېدنه په چټکۍ سره خپره شوې او له ۲۷۰۰۰ څخه ډېر کسان یې کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د دغې اورلګېدنې له امله ډېر ځایونه ویجاړ شوي، ښوونځي تړل شوي او چارواکي یې اړ کړي چې سلګونه بندیان له زندانونو څخه بل ځای ولېږدوي.
د کوریا ولسمشر هان ډک سو وویل: «موږ د ځنګلونو د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره ټول شته پرسونل او تجهیزات ځای پر ځای کوو؛ خو وضعیت ښه نه دی.»
هغه زیاته کړې، چې په کوریا کې د امریکا پوځ هم په دې برخه کې مرسته او همکاري کوي.
د چهارشنبې په ورځ سهار ۵ بجې د اویسونګ کاونټي څخه پیل شوې اورلګېدنه کې ۱۴ کسان مړه شوي دي؛ خو د کوریا د خوندیتوب وزارت په وینا، څلور نورې مړینې د سانچیونګ کاونټي څخه د بلې اورلګېدنې سره تړاو لري.
د ځايي پولیسو یوه چارواکي سون چانګ هو وویل، ډېری هغه کسان چې مړه شوي وو د ۶۰ او ۷۰ کالو وو.
د ځنګلونو د ساینس په ملي انسټیټیوټ کې د ځنګلونو د ناورین متخصص لي بیونګ ډو وویل، د اویسیونګ اورلګېدنه چې یوازې ۶۸٪ یې کابو شوې او د تیزو بادونو له امله زیاته شوې، "د نه تصور وړ" پراخوالی او چټکوالی ښیي.
لي خبرداری ورکړی: «د اقليمي بدلون اټکل کېږي او ورسره په ټوله نړۍ کې د ځنګلونو اورلګېدنه ډېره شي.»