امریکا په ترکیه کې د وروستیو لاریونونو او خلکو نیول کېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې

AP ۱۴۰۴ وری ۶

د رویټرز خبرې اژانس د خبر له مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تیره ورځ د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په لیدنه کې په دغه هېواد کې د وروستیو لاریونونو او لاریونیو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس رسنیو ته ویلي، چې په دغه لیدنه کې د دوه اړخیزه سوداګرۍ پرمختګونو او همداشان د لا پراخې سوداګریزې ملګرتیا په تړاو هم خبرې اترې شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سې شنبې په ورځ واشنګټن ته په دوه ورځني سفر تللی دی.

ویل کېږي چې هغه به له مارکو روبیو او نورو نورو امریکایي چارواکو څخه وغواړي، چې په ترکیه د متحده ایالاتو له خوا لګېدلي بندیزونه لیرې کړي، او د یوې مهمې جنګي الوتکې د جوړېدو پروګرام ته اجازه ورکړي.

هاکان فیدان دا سفر او لیدنه په داسې حال کې ترسره کوي، چې انقره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ادارې لاندې له واشنګټن سره د تودو اړیکو غوښتنه کوي.

څو ورځې وروسته له هغې چې ټرمپ د ترکیې د ولسمشر طیب اردوغان سره تلیفوني خبرې وکړې د ټرمپ یوه جګپوړي همکار دا په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم بدلون وباله.

د یادولو وړ ده چې د ترکیې د لوړپوړي ډیپلومات سفر امریکا ته په داسې حساس مهال کې ترسره کېږي، چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل اصلي سیال او د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو د شنبې په ورځ د محاکمې لپاره په بند محکوم کړ، چې دغې چارې د ترکیې په یوې لسیزه کې د حکومت ضد ترټولو لویو لاریونونو لامل شو.

بلخوا بیا د ترکي جمهوري غوښتونکو ګوند اعلان کړی، چې د استانبول پخوانی ښاروال اکرم امام اوغلو یې په رسمي توګه د ۲۰۲۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د دغه ګوند د نوماند په توګه نومولی دی.

نور خبرونه

رادیو